۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې سیمهییزې سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د دوو پوځيانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې دا کسان معروف عطايي او صبغتالله عطايي نومېږي او شنبه د وري پر ۱۸مه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې نیول شوي او تر اوسه یې درک نه شته.
تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو لامل څرګند نه دی.
تر دې دمه په فاریاب کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو نیول کېدل او لادرکه کېدل تازه خبره نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په بلخ کې د پخواني حکومت یو پوځي د طالبانو د شکنجې په پاېله کې ساه ورکړې ده.