د کندهار په دغو فابریکو کې زرګونه فني او نورو کسانو کار کاوه، چي اوس مهال پر کور ناست دي او کارځایونه یې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي دي.
د کندهار د صنعت خونې مسوولینو ویلي، دغو فابریکو د طالبانو د نوي دولت د پیل څخه وروسته فعالیت نه دی کړی، ځکه له تېرو دوه میاشتو راهیسې په کندهار کې برېښنا نشته.
پخواني دولت د کندهار د صنعتي پارک لپاره د سولري بریښنا سیستم جوړ کړی وو، چې له مخې یې زیاتو فابریکو کار کاوه. د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله پر دې ولایت بریښنا پرې شوه، ځکه د کجکي په بند کې اوبه ښکته شوې او ټول ولایت ته په ۲۴ ساعتونو کي ۳ ساعته سولري بریښنا ورکول کېږي. دې چارې د فابریکو پر فعالیت هم اغیز وکړ، چې له امله یې یو زیات شمېر فابریکو د برېښنا د کمښت له امله خپلې چارې ودرولې.
د صنعت خونې مطبوعاتي مسوول احمدالله عزیزی ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له دغې خونې سره ۳۶۰ فابریکې ثبت دي، چي ۱۰۰ یې د بسته بندۍ شرکتونو او سړې خوني دي. همدارنګه ۲۶۰ یې یواځې تولیدي فابریکې دي، چي د دې ولایت ۷۵ سلنه اقتصاد جوړوي.
ښاغلی عزیزي وايي، د یادو ۲۶۰ فابریکو څخه یې یواځي شل فابریکي د صنعتکارانو په شخصي لګښت د بازار د تقاضا په موخه فعالیت لري، نورې ټولې له فعالیته لوېدلې دي.
نوموړی وايي، په دې فابریکو کې تر پنځه زره کاریګرو په مستقیم ډول او په زرګونو نورو په غیرمستقیم ډول کار کاوه، چي اوسمهال بېکاره شوي دي.
د یوې فابریکې مسوول فضل باري وايي، د تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د برېښنا د نشتوالي له امله کارونه ولاړ دي او په میلیونونه افغانۍ یې زیان کړې دی.
فضل باري وايي، د پیپ جوړولو فابریکه لري، چې په هغې کې تر سلو کاریګرو په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار کاوه، خو اوس ټول پر کور ناست دي.
نوموړی له دولته غوښتنه کوي، چې د برېښنا او نورو برخو غم یې وخوري، څو بیا ځلي خپل فعالیت پیل کړي .
یو بل صنعتکار محمد حسن چي د پنبې فابریکه لري وايي: «نه شي کولای، خپل کارونه پیل کړي، ځکه په شخصي لګښت ډېر مصرف غواړي او تولید یې کم وي، تر هغه به چارې نه پیلوي، چي دولت یې د بریښنا غم ونه خوري.»
محمد حسن وایي، که دولت ورته د برېښنا او نورو ستونزو په برخه کي کار ونه کړي، دا به د کندهار اوسېدونکو ته په لوړه بیه تمام شي.
د کندهار د بریښنا ريیس حاجي ګلباچا یوسف د برېښنا د نشتوالي ستونزه مني او وايي، د کجکي بند د اوبو د کمښت له امله برېښنا کمه شوی او اوس دا ولایت یواځې سولري او جنراتوري بریښنا لري. د نوموړي په خبره، هڅه کوي تیل وپېري او د جنراتوري برېښنا تولید زیات کړي.
کندهار د افغانستان د لویو ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي، چي د طالبانو له راتګ سره د بېکاري کچه ورځ په ورځ لوړیږي او په بازارونو کې د توکو بیې هم پورته ځي.