په پروان کې د زلزلې له امله د استوګنې ۱۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۸صبح، پروان: په پروان کې ځایی سرچینې وایی چې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۷۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوی دی.

سرچينې د شنبې په ورځ (وري ۵) ، په پروان کې د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست د ساحوي کارکوونکو له خولې وويل، چې دغې زلزلې تر ډېره د مرکز او سيدخېلو، شينوارو او سياه ګرد ولسواليو اوسېدونکي زيانمن کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه په سيدخېلو ولسوالۍ کې د استوګنې سل کورونه ويجاړ شوي دي.

له دې زلزلې وروسته د پروان په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د سه شنبې په شپه (وري۱) د ريختر په کچه د ۶.۵ درجې زلزلې د پاکستان او هند په ګډون د هېواد ځينې برخې ولړزولې.

د دغې زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې اعلان شوی او ژوروالی یې ۱۸۷ کیلومتره و.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت هم اعلان کړی، چې تر زلزلې وروسته په ټول هېواد کې تر ۸۰۰ ډېر کورونه په جزئي او بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button