۸صبح، هرات: د هرات د حوزوی روغتون مسوولین له دغه روغتون سره د روغتیا نړیوال سازمان د مرستو خبر ورکوی.
د هرات د حوزوي روغتون مسئولینو د شنبې په ورځ (وري ۵) وويل چې د روغتیا نړیوال سازمان له دغه روغتون سره د ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته کړې ده.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، په دغو مرستو کې طبي توکي او وسايل شامل دي چې د روغتيايي سازمان لخوا له دغه روغتون سره مرسته شوې ده.
د هغه په وينا، په دغو توکو کې «درمل، د بېلابېلو څانګو د وسايلو ترڅنګ د جراحۍ د څانګې وسايل هم شامل دي.»
هغه په ډاګه کړه چې مرسته شوي توکي کولی شي د بيلابیلو څانګو له ۴۰-۵۰ په سلو کې ستونزې حل کړي.
په همدې حال کې د روغتيا نړيوال سازمان د هرات حوزوي روغتون ته دغه طبي وسايل په داسې حال کې ورکړي، چې د هرات ښاريانو په دې روغتون کې د وسايلو له کمښت او ناروغانو ته د نه لاسرسي په اړه څو ځلې شکايتونه کړي وو.