په جوزجان کې هم بېوزلي او وزګاري د نورو ولایتونو په څېر مخ په زیاتېدو ده. د بېوزلۍ نښې نښانې د ښار په هر ګوټ کې تر سترګو کېږي. د جوزجان مرکز شبرغان ښار زیاتره سړکونه د ماشومان په لاسي کراچیو ډک دي؛ هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تګ پر ځای کار کوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي. د شته شمېرو له مخې تېر کال په همدې مهال د جوزجان په مرکز کې شاوخوا ۸۰۰ ماشومان په کار بوخت و، خو اوسمهال دا شمیر دوه زرو ماشومانو ته رسیدلی دی.
نهه کلن حمیدالله په شبرغان کې یو کارګر ماشوم دی. نوموړی له سړکونو پلاستکي بوتل راغونډوي او بیا یې پلوري، ترڅو له دې لارې د خپلې کورنۍ په لګښتونو کې ونډه واخلي.
دا ماشوم وايي چې په خپلو ورځنیو عواید ان د خپلې کورنۍ وچه ډوډۍ هم نه شي پوره کولای، خو اړ دی چې کار وکړي. بېوزلي او ناداري حمیدالله ته د دې اجازه نه ورکوي چې په دې عمر کې ښوونځي ته ولاړ شي او له خپل ماشومتوب څخه خوند واخلي. هغه اړ دی د خپلې کورنۍ د لګښتونو دروند بار په خپلو نازکو اوږو یوسي او خپل ماشومتوب له خپلې کورنۍ قربان کړي. په هغو لاسونو چې باید قلم پرې ونیسي او ولیکي، مجبور دی د اوبو تش پلاستکي بوتل او د نوشابو قوطي له کثافت دانیو او د سړک له غاړو پرې راټول کړي او بیا یې د ډیرو کمو پیسو په بدل کې وپلوري.
جاوید یو بل ماشوم دی چې د شبرغان په ښار کې پيرکي پلوري. نوموړي چې خپل پلار یې له لاسه ورکړی، اوسمهال د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی.
جاوید له دې امله خوښ دی چې کار کوي او هر ورځ یوه اندازه پیسې کور ته وړي، خو په دې نه پوهېږي چې د پیرکي له پلورلو سره به یې راتلونکې څه ډول وي. دا ماشوم وايي چې پلار یې په شمال کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوی دی. د جاوید مور د شپې له خوا بولاني پخوي او د پلور له پاره سهار وختي خپل زوی د ښار په لور استوي.
د حمیدالله او جاوید ترڅنګ په شبرغان کې په سلګونو ماشومان په داسې کارونو بوخت دي چې عواید یې ډیر کم دي. محمد الله یو بل ماشوم دی چې د ښار په یوه څنډه کې د ترکارۍ پلورلو کراچۍ لري. نوموړی له کورنۍ پرته له خواجه دوکوه ولسوالۍ څخه د مزدورۍ لپاره جوزجان ته راغلی دی. جوزجان ته د نوموړي د راتګ موخه «کار» ده، ترڅو وکولای شي د خپل لاس ګټه په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې خپلې کورنۍ ته واستوي. محمد الله وايي چې د هرې اوونۍ په پای کې ترلاسه کړې پیسې خپلې کورنۍ ته لېږي. دغه ۱۳ کلن ماشوم هیله لري چې ښوونځي ته ولاړ شي، خو اړ دی کار وکړي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ددې ترڅنګ اغلې فریبا هغه مېرمن ده چې خپل دوه کوچني زامن د بوټونو رنګولو په موخه د شبرغان ښار ته استوي. فریبا وايي چې خاوند یې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی او یوه معلوله لور لري چې درملنې او څارنې ته اړتیا لري. د شبرغان دا اوسېدونکې وايي چې اړه ده خپل بچیان د ښوونځي پر ځای کار ته واستوي، څو یې د کورنۍ اړتیاوې پوره شي.
د سړکونو پر سر د کارګرو ماشومانو زیاتوالي د مدني فعالانو اندیښنې پارولې دي. په جوزجان کې یوه مدني فعال جواد حکیمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې وروستي بدلونونو، په لیرې پرتو سیمو کې زورواکي او د کارموندنې د یو شمیر پروژو په ټپه درېدل، په دې ولایت کې د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل ګرځیدلي دي. ښاغلی حکیمي زیاتوي چې د بېوزلۍ له زیاتوالي سره یو زیات شمیر کورنۍ له کلیو د شبرغان ښار ته راکوچېدلې دي او ددې کورنیو ماشومان د کورنۍ له پاره د نفقې پیدا کولو له امله په درنو کارونو بوخت دي.
په جوزجان کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي چې له دوی سره په یاد ولایت کې د کارګرو ماشومانو کره شمیرې نشته، خو یو مرستندوی بنسټ چې په دې ولایت کې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، په جوزجان ولایت کې د کارګرو ماشومان شمیر له دوه زره زیات ښيي چې ډیری یې په درنو کارونو بوخت دي. ددې مرستندوی بنسټ مسوولین وايي چې ددې ماشومانو زیاتره یې د ناامنیو او د کار نشتوالي له امله له ولسوالیو د جوزجان مرکز شبرغان ته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مرستنیدویه بنسټونو د ثبت شویو شمیر له مخې تیر کال په همدې میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ ماشومان د شبرغان د سړکونو پر غاړه په کار بوخت و.
جوزجان یوازینی ښار نه دی چې په هغه کې د کارګرو ماشومانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. پر هېواد د طالبانو له ولکې، بې وزلۍ او بې کارۍ له زیاتوالي وروسته د هېواد په زیاترو سیمو کې ماشومان اړ دي چې ښوونځي ته د تګ پر ځای په بازارونو کې درنو کارونو ته مخه کړي.