په کونړ کې د ځنګلونو بې رحمه وهل اوږده مخینه لري. په تېر جمهوري نظام کې هم پراخې هڅې وشوې، چې د ځنګلونو د وهلو او پرې کولو لړۍ ودروي؛ خو بریالي نه شول.
د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته هم د ځنګلونو پر وهلو او د لرګیو پر قاچاق بندیز ولګېد؛ خو اوس صنعتکاران شکایت کوي او وایې، له وړاندې وهل شوي لرګي ورسره پراته دي؛ خو اجازه نه لري، چې ترې جوړ شوي توکي نورو ولایتونو ته ولېږدوي.
په دې لړ کې هغه پلاوی چې د کرنې د سرپرست وزیر په مشرۍ کونړ ولایت ته تللی و، وايي چې د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د ګوتو په شمېر د لرګیو قاچاق کوونکي فعالیت لري او د کمو پیسو په بدل کې د کونړ ځنګلونه پرې کوي، چې باید د دې کار مخه ونیول شي.
د کرنې وزارت سرپرست مولوي عبدالرحیم رشید له صنعتکارانو او سوداګرو سره ژمنه وکړه، چې ژر به یې ستونزې حل شي او نورو ولایتونو ته به د هغو لرګیو د لېږدولو اجازه ورکړل شي، چې په قانوني توګه پرې شوي دي.
د کرنې وزارت سرپرست له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «موږ هڅه کوو، چې دا ستونزې حل کړو، ځکه خلکو پانګونه کړې، پاخه مواد مو ځنډولي. موږ مالیه ورته ټاکو او نورو سیمو ته یې د لېږد اجازه ورکوو.»
نوموړی زیاتوي، له اقتصاد وزارت سره په همغږۍ کار کوي، چې د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې حل کړي.
له بلې خوا، د کونړ والي شیخ محمدقاسم خالد ٨ صبح ورځپاڼې ته وویل: «قاچاق کوونکي ټول پېژني، ډېری یې د څوکۍ، غازي آباد او ماڼوګۍ ولسوالیو اوسېدونکي دي. هیله ده، چې د کونړ ولسونه د دغو قاچاق کوونکو مخه ونیسي او پرېنږدي، چې خپلو دغو کړنو ته دوام ورکړي.»
بل لوري ته د لرګیو صنعت یو سوداګر عبدالجبار ٨ صبح ورځپاڼې ته وایي: «مونږ په ځنګلونو کې له هغو ونو استفاده کوو، چې یا وچې شوې یا باد غورځولې وي، موږ ترې صنعتي شیان جوړوو؛ خو که دغه کار په ټپه ودرېږي ډېر خلک به وزګار شي.»
هغه له مسوولانو غواړي، چې د دوی له خوا جوړو شویو توکو اجازه ورکړل شي، چې نورو ولایتونو ته یې ولېږدوي.
همدارنګه هغه کسان چې د لرګیو سوداګري کوي، وایي چې له تېرو شپو میاشتو راهیسې یې لرګي بند پاتې دي او اجازه نه ورکول کېږي، چې له کونړ ولایته یې د هېواد نورو سیمو ته ولېږدوي.
دوی وایي، چې په دې کاروبار کې یې سلګونه زره افغانۍ پانګونه کړې او لرګي یې دلته تر لمر او باران لاندې ډېره خراب شوي او ځینې یې ان وراسته شوي دي.
اخوا، د کونړ د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي آدم خان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټولو ولایتونو ته د لرګیو د تجارت د ازادېدو غوښتنه کوي.
هغه زیاتوي: «دا لرګي دې د هېواد ټولو ولایتونو ته ازاد شي، ځکه په دې کار سره به په افغانستان کې خلکو ته لرګي په ټیټه بیه تمام شي او دوی به له ترکیې او روسیې څخه د لرګیو واردولو ته نه اړ کېږي.»
په کونړ کې د ځنګلونو ناقانونه پرې کول او د لرګیو قاچاق نوې خبره نه ده؛ خو په دې وروستیو کې ورته پاملرنه زیاته شوې او چا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له کونړ ولایته لرګي ولېږدوي. دا کار د هېوادوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.