تر ټولو سخت اسارت، د فکر او عقل اسارت دی.
د فکر او عقل اسارت، د انسان د لاسونو او پښو ځولانه کول نه دي، د فکر او عقل تړل دي.
بیفکري او له عقله کار نه اخستل، د موږ ذهنونه د واقعیت او حقیقت په ځای، د افسانو او خرافاتو منلو ته چمتو کړی دی.
د فکر او عقل اسارت ترټولو سخت او د اوږدي مودې اسارت دی. د انسان د فکر او عقل په اسارت نيول، د انسان د کمزوري کولو او تحقیرولو په معني دی. انسان په فزيکي لحاظ ډير کمزوری موجود دی. د انسان زور او بری په فکر او عقل کي دی. انسان د فکر او عقل په زور ځان له تاريکۍ را باسي، انسان د فکر او عقل په زور په طبعیت او په ستونزو غلبه کوي.
انسان په خپل شاوخوا د غڼي د تارونو په شان، د اسارت بندونه، د فکر او عقل په زور شلوي. د انسان د فکر او عقل په اسیرول، له انسانه د زور او بری اخستل دي. پر نورو ژونديو موجوداتو سره د انسان برتري په فکر او عقل کي ده او د فکر او عقل اسیرول له انسان ددې برتري اخستل دي. چيرې چې د انسان فکر او عقل تر اسارت لاندي وي، هلته د ستونزو پیږندنه، په ستونزو غلبه کول او پرمختګ هم نه وي!
که د فکر او عقل اسارت د واکمنو په سیاست بدل شي، هدف يي د ټولني يرغمل نیول او ټولنه د بيفکرانو په لښکر بدلول دي.
په دي برسیره تاريخ، افسانې، خرافات هم د فکر او عقل يرغمل نيونکي دي. او هغه شعرونه چې يوازې په شکل او قافيه تکيه کوي، هم د فکر او عقل له اسارت سره مرسته کوي. دا ډول شعر په تاثیراتو او پايلو پسي ځي، نه په عامل او عمل پسې!
«عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه
عقلمن د طالعمنو غلامان دي»
رحمان بابا.
تاریخ هم د فکر او عقل اسارت نيونکی دی. تاريخ د فکر او عقل په زندان بدليږي. د تاريخ په زندان کي پاتي کیدل، د فکر او عقل يرغملول او د نن او سبا بېاهمیته کول دي.
تاريخ پرون دی. او موږ په نن او -ښايي- سبا کې ژوند کوو. موږ تاريخ ته د زدهکړې له پاره ورځو، نه هلته د ژوند کولو له پاره.
د موږ په فکرونو او عقل افسانې او خرافات، د غڼي د تارونو په شان را تاو شوي دي. هغه باورونه، ګومانونه، عادتونه چې د ناپوهۍ، ډار، جبر په اساس را منځ ته شوي وي، علمي او عقلي اساس ونلري، افسانې او خرافات دي. په ټولنه کي مسلط ذهني حالت موږ ته وایي، دلته خرافات څومره پراخ او څومره پیاوړي دي. جادو. فال نيول، ، روي او ديبيان، زیارتونه او خوردې، بت او بتپرستي.
ډیرو انسانانو خپل عقل او فکر خرافاتو ته سپارلی او په دې باور دي، چې د زیارت په تودولو، د جادوکر د سوټی په ښورولو، د پیر په چوپ کولو، د بت په وړاندي په ګونډو کیدل او زارۍ کول به يې د ژوند ستونزې ګواکې حل کړي!
په افسانو او خرافاتو باور کول، د فکر کولو او له عقل د کار اخستلو لوی مخنیونکي دي. څومره چي علم او عقل محدوديږي، په هماغه اندازه خلک د ستونزو د حل له پاره افسانو او خرافاتو ته مخه کوي. څوک به لوی زیارت او څوک به کمکی زیارت تودوي. څوک به د بت په وړاندې ګونډې وهي او څوک به د پیر د کرامت غوښتنه کوي.
کله انسان او کله يې فکر تر اسارت لاندي وي. کله غرونه، درې، میدانونه او کله فکرونه او استعدادونه تر اسارت لاندي وي خو تر ټولو سخت او اوږد اسارت، د فکر او عقل اسارت دی.