ایران به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه وي

۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وايي، چې دغه هېواد «د افغانستان په اړه نړیواله ناسته» رامنځته کوي.

هغه چهارشنبه د لړم پر ۲۵ د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې، چې د مسکو په کوربتوب جوړه شوې دغه خبر اعلان کړی دی.

قمي ویلي: «افغانستان کې د ثبات د ښه‌والي لپاره د مرستو په درشل کې ایران په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د بهرنیو وزیرانو په سطحه د افغانستان په تړاو یوه لویه ناسته جوړه کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کې د شرایطو په سمه توګه مدیریت ونه شي او بدلون ونه کړي «ښایي وضعیت لا خراب شي.»

هغه ټینګار کړی دی، چې «له دغه هېواده د امریکا له پلان شوو وتلو وروسته» په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ډېر ناوړه وضعیت رامنځته شوی دی.
د ایران استازي یو ځل بیا په دې ناسته کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې دغه کار کولای شي په نړیواله ټولنه کې د افغانستان دولت په رسمیت پېژندلو لپاره لار برابره کړي.

قمي په یاده ناسته کې، چې ټاکل شوې په ایران کې ترسره شي د طالبانو د حضور په اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې د مسکو په ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د چین، روسیې، پاکستان، ایران، هند، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قطر، عربي متحده اماراتو، عربستان او ترکیې استازو په دې ناسته کې ګډون درلود.

ورته لیکنې

Back to top button