اسحاق دار: هېڅوک حق نه لري پاکستان ته ووايي چې کومې اټومي وسلې لرلای شي

پر داسې مهال، چې ګومان کیږي د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه غوښتي چې د پور په بدل کې له لرېواټن ویشتونکو اټومي توغنديو څخه تیر شي، د پاکستان مالیې وزیر (اسحاق دار) ویلي دي «هیڅوک حق نه لري دغه هیواد ته ووایي، چې په کومه کچه او څه ډول اتومي وسلي ولري!
ایکسپریس ټریبیون نن جمعه (مارچ ۱۷مه) راپور ورکړ چې اسحاق دار وویل: پاکستان حق لري خپل دفاعي او لري واټن ویشتونکی ځواک ولري.
اوسمهال، د پاکستان حکومت وزیر، دا پریکنده بیان، ممکن دا بحث پای ته ورسوي چې ښايي پاکستان د نړیوال وجهي صندوق (IMF) د پروګرام په بدل کې، پخپلو اټومي وسلو معامله وکړي او کنه.
اسحاق دار وویل: «هیڅ شی او هیڅوک هم د پاکستان د اټومي یا توغندیو پروګرام په هیڅ ډول خطر کې نشي اچولی، په هیڅ صورت دا کار نشي کولی.»
دې سره هممهاله، د پاکستان لومړي وزیر دفتر ویلي دي: «د پاکستان اټومي او توغندیز پروګرام یوه ملي شتمني ده چې حکومت به یې په پوره دقت سره ساتنه وکړي. »
تر دې مخکې هم ځینو پاکستاني چارواکو په پټو ناستو کې ویلي و، چې یو لوېدیځ هېواد تل له دغه هېواده غوښتنه کوي، چې د اوږد واټنه اټومي توغندیو د پراختیا پروګرام ودروي.
خو دا نه دي ویل شوي چې کوم لویدیځ هیواد له اسلام اباد څخه دغه غوښتنه کړې!
(شاهین دریم) د پاکستان هغه لرې واټن ویشتونکي اتومي توغندی دی چې تر ۲۷۵۰ کیلومترو پورې اتومي سرګلولو لېږدولو سره، ټول هند او د منځني ختیځ ځینې برخې په نښه کولای شي.
د نړیوال وجهي صندوق پور بدل کې، د پاکستان د اټومي توغندیو تړون بحث په دې وروستیو کې، د پاکستاني ټولنیزو رسنیو کاروونکو ترمنځ تود شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو له نړیوال وجهي صندوق څخه د پور ترلاسه کولو لپاره ددغه هېواد خبرې اترې تر اوسه ندي بریالۍ شوې.