داعش بدخشان کې د طالبانو پر امنیه قوماندان د برید مسوولیت پرغاړه واخیست

۸صبح، کابل: د داعش خراسان ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو بدخشان کې د طالبانو پر امنیه قوماندان مولوي عبدالحق عمر د چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

د داعش ډلې اړوند اعماق خبري اژانس دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه دغه موضوع وړاندې کړې ده.

د ویلو ده، چې دوشنبه سهار د مرغومي پر پنځمه نېټه یوې موټر بم چاودنې عبدالحق عمر په نښه کړ.

د سرچینو په وینا دغه پېښه د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته نږدې شوې ده.

په دې پېښه کې د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

Back to top button