هلمند کې له ښځو سره د جاپان ۱.۳ میلیون ډالري مرسته

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندق هلمند ولایت کې د ښځو لپاره په نسایي ولادي برخه کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د جاپان هېواد د ۱.۳ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د جاپان سفارت او د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندق یکشنبه د مرغومي پر ۲۵ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرستې افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ناورین ته د ځواب ویلو په موخه ترسره شوې دي.
د اعلامیې د معلوماتو له مخې د جاپان ۱.۳ میلیون ډالري مرستې هلمند کې ښځو ته د ۲۹ روغتیایي مرکزونو له لارې ترسره کېږي او په بېړنیو حالاتو کې به نسایي ولادي خدمات وړاندې کوي.
هلمند د افغانستان په سویل کې یو له هغو ولایتونو دی، چې د دودونو او د روغتیایي مرکزونو د کموالي له امله یې ښځې په ځانګړې توګه په نسایي ولادي برخه کې له ننګونو سره مخ دي.