د کندهار لپاره د طالبانو د رژيم ولایتي ادارې ويلي، چې طالب مرستیال والي مولوي حيات الله مبارک د دایکندي له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدلي او د هغوی ستونزې ېې اوریدلي.
د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر په دې لیدنه کې د دايکندي د ورغلو خلکو له قوله، د طالبانو رژيم سره د ملاتړ خبر هم ورکړی او ویلي، چې دوی په دې اړه خپل لاسليکونه د کندهار مرستيال والي ته ښودلي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې همدا راز یې په خپلو خبرو کې ددې ولایت د خلکو بنسټیزې ستونزې او غوښتنې هم په لیکلې بڼه شریکې کړې، ترڅو یې د هغوي مشر ته ورسوي.
د طالبانو په ياده اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو مرستيال والي ورغلو خلکو ته له ملا هبت الله سره یې د ستونزو او غوښتنو د شریکولو ډاډ ورکړی او دوی یې يووالي او له تبعیض څخه ليرې والي ته هڅولي دي.
د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د دوی مشر په کندهار کې وي او په وروستيو کې ېې د کابل د چارواکو د کم صلاحیته کیدو خبرونه ورکول کېږي.
د طالبانو د ځينو لوړپوړو چارواکو له قوله په ځينو رسنيو ادعا شوې، چې د کندهار لپاره د طالبانو والي او نور چارواکي د کابل ادارې له ځینو وزیرانو څخه راپورونه اخلي او ځان ترې با صلاحيته بولي، چې له دې امله د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات هم په زیاتیدو دي.
د طالبانو وياندويانو بيا د دوی ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې رد کړي دي.