کندهاري سوداګر او کروندګر وايي، د سپین بولدک او چمن دروازه دې باید ژر تر ژره پرانېستل شي، ځکه د لارې تړل دواړو لوریو ته لوی زیان رسولی دی. نژدې پنځه ورځې مخکې د کندهار ولایتي ادارې د پرېکړي له مخي د پاکستان سره پر پوله د سپین بولدک او چمن ترمنځ د راولاړو شویو ستونزو له امله دغه دروازه وتړل شوه. د دروازې د بندېدو له امله په جنوبي ولایتونو کې باغدارانو او سوداګرو ته په میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی او تر څنګ یې د پولې دواړو غاړو ته زیات شمېر خلک بند پاتې دي.
باغلرونکې وايي، پخوا یې د کال په دې وخت کې د انګورو د حاصلاتو ټوله برخه له هېواده ليږل شوې وه، خو روان کال له پاکستان سره د لارې د بندېدو له امله دغه حاصلات په باغونو کې خراب یا هم په کورنیو بازارونو کې په ټیټو بیو وپلورل شول؛ چې دې سره یې ډېر زیان لېدلی دی. باغلرونکي وايي: «سږکال يې د لاري د بنديدو له امله د انګورو حاصلات پاکستان ته نه دي صادر شوي، اوس د انارو د حاصل او صادراتو موسم دی، چې دغه دروازه په بشپړه توګه تړل شوې ده.»
د دغه ولایت یو باغوان دولت شاه وايي: «تېرو کلونو کې لارې خلاصي وې، کارونه زیات وه، خلکو سوداګرۍ ته زړه ښه کاوه، خو سږکال چي حاصل ښه دی، دروازه بنده ده او د باغونو حاصلات خرابیږي.» نوموړی وايي، د سپین بولدک لاره د میوو د صادراتو لپاره ډېره مهمه ده او باید ژر تر ژره پرانېستل شي.
یو بل باغوان امانالله هم ورته اندېښنې لري. نوموړی وايي: «تازه میوه که د سپین بولدک له لوري صادره نشي، بلي خواته یې د وړلو توان نشته، ځکه د کندهار-کابل لویه لاره خامه ده او میوه په لویو موټرونو کې نه وړل کېږي.» د کندهار عام اوسېدونکي هم د یادې لارې د خلاصون غوښتنه کوي. هغوي وايي، د دواړو هېوادونو ګټې ګډې دي او پر دغې لارې عام خلک د ناورغۍ، کاروبار او نورو اړینو اړتیاوو د پوره کولو په موخه تګ راتګ کوي.
د کندهار اوسېدونکی نقیبالله وايي، د سپین بولدک او چمن تر منځ د دروازې بندېدو له کبله د اقتصادي زیان ترڅنګ نور زیانونه هم لري. نوموړی زیاتوي، چې د دې ستونزې د حل په موخه باید دواړه لوري خبري وکړي او ژر تر ژره لاره پرانېزي. ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د دغې لارې د بندېدو له کبله کروندګر زیانمن شوي او سوداګر هم نه شي کولای سوداګري وکړي. د نوموړي په باور، که دا ستونزه حل نه شي، د هېواد اقتصاد ته به لوی زیان واوړي.
زهیر د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له پاکستان سره دې د لارو د پرانېستلو او سوداګریزو چارو د اسانتیا په موخه خبرې وکړي. د یادولو ده، چې دا لومړي ځل نه دی چي د کندهار د میوو د حاصلاتو په وخت کي د سپین بولدک او چمن تر منځ دروازه تړل کېږي، ډېرو نورو کلونو کې هم ورته ستونزه رامنځته شوې او دې ستونزې سوداګرو او کروندګرو ته زیات مالي زیان اړولی دی.