۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي په دغه هېواد کې وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې وخت کم دی او طالبان باید له ملي وړتیاوو او د افغانستان له غوره کسانو کار واخلي.
ایراني رسنیو نن شنبه د غویي پر ۱۰ د کاظمي قمي له قوله راپور ورکړی، افغانستان کې وروستۍ پېښې ښیي چې «ترهگر غواړي قومي او مذهبی فتنې او ګډوډي رامنځته کړي».
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «د دې وخت رارسېدلی، چې واکمنان د ملي وړتیاوو په هڅولو او کارولو سره هېواد کې د امن راوستلو لپاره هڅه وکړي.»
تر دې مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې پر شیعه لمونځ کوونکو بریدونه په کلکه غندلي وو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده تېره اوونۍ ویلي و، چې طالبان د امنیت له ټینګولو او داعش سره په مبارزه کې عاجز شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې تعامل لري او تر اوسه یې تهران کې د افغانستان په سفارت کې درې ډیپلوماتان منلي دي.