٨صبح، ننګرهار: ځایي سرچینې وایي، چې د جلال اباد – تورخم په لویه لاره د طالبانو رنجر له کرولا موټر او تراکتور سره ټکر کړی، چې څلور طالبان پکې مړه شوي او درې نور تپیان دي.
پېښه تېره شپه د تورخم – جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ څلورم فارم اړوند ځنګل سیمه کې شوې ده.
سرچینې وایي، پېښه کې د طالبانو د ځايي قوماندان عبدالرحمن عادل په ګډون ۴ تنه وژل شوي او د طالبانو د بټي کوټ د پوهنې مدیر مصطفی چیشتي په ګډون درې نور ټپیان دي.
د ټپیانو حالت هم نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو د بټي کوټ جنایي آمر ویلي، ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د عامو ولسونو نیوکې دا دي، چې د طالبانو موټر چلوونکي تل بې پروايي او ترافیکي قوانین نه مراعاتوي، چې وخت ناوخت د دا ډول پېښو لامل کېږي.