خلیلزاد: که طالبان سوله ونه کړي امریکا به له جمهوریته د دفاع په لوري کې ودرېږي

د ۸صبح پښتو مجله

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، دولت او طالبان وهڅول چې د سولې له فرصته ګټه پورته کړي او په هېواد کې څلویښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
خلیلزاد، په څو ټویټونو کې ټینګار کړی، که طالبان د سولې او جوړجاړي پر بنسټ راتلونکی و نه ټاکي نو امریکا به له هغو افغانانو سره ودرېږي، چې له جمهوریته ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، د جمهوریت په لوري کې د یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.
خلیلزاد، د غویي په اوولسمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه دوحې، تاشکند، کابل او برلین ته د سفرونو پایلې اعلان کړې دي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې سیمې ته د ده سفرونه د سیمه اییز اجماع د رامنځته کولو په موخه ترسره شوي.
د هغه په وینا د سولې لپاره بې سارې اجماع رامنځته شوې چې د مذاکراتو له لارې پر هوکړې ټینګار شوی دی.
هغه له ښکېلو لوریو غوښتي چې له دغه فرصته ګټه پورته کړي او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو او روغې جوړې لپاره مذاکرات وکړي.
زلمی خلیلزاد وایي چې نړیواله اجماع یوازې په سوله نه خلاصه کېږي، بلکې نوي پړاو ته د افغانستان په داخلېدو سره به نړۍ له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، په برلین کې له اروپايي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د دغو ناستو په پایله کې یوه اعلامیه خپره شوه، چې په هغې کې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ او اوسنی تاوتریخوالی غندل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button