۸صبح، کابل: د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف پاکستان کې د «ترهګریزو پېښو سرچینه» په افغانستان کې بللې او ویلي دي چې د اسلاماباد له هڅو سربېره، طالبانو په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.
خواجه اصف چهارشنبه د وري پر ۸مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې «ترهګریزو پېښو» ډېرېدو ته په کتو، په کرښه کې د بنسټيز بدلون اړتیا محسوس کېږي.
نوموړي ادعا کړې: «په پاکستان کې د اورپکۍ سرچینه په افغانستان کې ده او زموږ له هڅو سربېره، سره له دې چې [طالبان] پوهېږي له خاورې يې ترهګر پر پاکستان برید کوي، په دې برخه کې یې هېڅ پرمختګ کړی نه دی.»
د نوموړي په خبره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه له ټولو سنتي کرښو بېله ده او د ده په ټکو، په اوسنيو شرایطو کې چې د طالبانو همکاري د لاسرسي وړ نه ده؛ اسلاماباد اړ نه دی څو په دې کرښه کې ټول نړیوال قوانین پلي کړي.
څه موده وړاندې د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې وه چې ملیشې د افغانستان خاوره په دغه هېواد کې د بریدونو لپاره کاروي.
نوموړي زیاته کړې وه چې د دغو بریدونو ځينې اسانچاري څارل شوي دي او په خبره یې، اسلاماباد دا موضوع له طالبانو سره شریکه کړې ده.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې تل دا ډول تورونه بېبنسټه بللي دي.