۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۰۴ کورنۍ چې ۴۴۸ تنه کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت یکشنبه د تلې پر ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۸ کسان کېږي، په ننګرهار کې د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، ۱۱ کورنۍ چې ۵۱ کسان کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلې دي.
د فطرت په وینا، ۵۶ کورنۍ چې ۲۲۵ کسان پکې شامل دي، په نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې او ۹ کورنۍ چې ۳۴ کسان کېږي، په هرات کې د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.





