۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې ۱۴۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۶۲۶ کسان کېږي، پرون په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو ویاند حمدالله فطرت دوشنبه د تلې پر ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱۸ کورنۍ چې ۸۹ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، نهه کورنۍ چې ۴۷ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راغلې دي.
د فطرت په وینا، ۱۱۱ کورنۍ چې ۴۵۸ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه راز، نهه کورنۍ چې ۳۲ کسان کېږي، د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي





