لبنان چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر له ۳۰مې راهیسې د ولسمشر له تشې سره مخامخ و، پرون د څوارلسم ولسمشر څښتن شو. د لبنان په څېر یو بېوزله، څو ټوټې او کمزوري هېواد لپاره به ډېره ګرانه وي چې د ولسمشر څوکۍ یې د حکومت مهمه هغه ګڼل کېږي، څه باندې دوه کاله تشه پاتې شي. اوس د لبنان لوی درستیز جوزف عون د پارلمان له ۱۲۸ رایو څخه ۹۹ وګټلې او د ولسمشر په توګه یې لوړه وکړه. نوموړی به شپږ کاله د لبنان ولسمشر وي. په داسې حال کې د دغه هېواد پارلمان په تېرو څه باندې درېیو کالو کې دیارلس ځانګړې غونډې جوړې کړې؛ خو د ولسمشر په ټاکلو کې پاتې راغی. عون د ماروني مسیحیانو څلورمه پوځي څېره ده چې د لبنان د ولسمشرۍ پر څوکۍ ګدۍ وهي. د نوموړي لپاره پوځي اوسېدل د دې لامل شو چې له سیاسي اړو ترړو بهر پاتې شي او د یو «بېپرې نوماند» په څېر لوبې ته ورودانګي او د ډېرو سیاسي خوځښتونو رایې خپلې کړي.
د عون د ټاکلو په تړاو درې ټکي پام وړ دي:
۱ – حزبالله له خپل پخواني دریځ شاته شوی او که دا یې کمزوري ونه ګڼل شي، د انعطاف ښودنه یې کوي. البته د سیالانو په باور یې دا انعطاف هم د کمزورۍ نښه ده چې د اسرائیلو پرلپسې بریدونو په پایله کې رامنځته شوی دی. د لبنان په پارلمان کې دوه شیعه مذهبه خوځښتونه حزبالله او امل غورځنګ ۲۷ څوکۍ لري. د المرده غورځنګ مشر سلمیان فرنجیه د امل او حزبالله نوماند و چې له سیالۍ یې ډډه وکړه. که څه هم نوموړی د ۲۰۲۳ کال په جون کې د سیالۍ ډګر ته راودانګل؛ خو د رایې په ترلاسي کې بریالی نه شو او سیال هم بریا ته پرېنښود. یو لامل چې د په لبنان کې یې د ولسمشر په ټاکلو کې ځنډ رامنځته کړی و، همدا د حزبالله او امل غورځنګ نوماند او د نورو ډلو د نوماندانو ترمنځ اختلاف و. فرنجیه د ماروني مسیحي په توګه حزبالله، ایران، سوریې او د «مقاومت محور» په اړه ښه نظر لاره چې بریا یې د امریکا، فرانسې او سعودي لپاره د منلو نه وه. د دغو پنځو هېوادونو یادونه ځکه وشوه چې د لبنان پرمختګونو په رهبرۍ کې د کورنيو عواملو پرتله بهرني عوامل پياوړي دي.
دا وار، فرنجیه په ټاکنو کې له سیالۍ ډډه او له عون څخه یې ملاتړ وکړ؛ هغه چې د دویمې بریا لامل شو. دا څرګنده ده چې که دغو دوو شیعه خوځښتونو انعطاف نه وای ښودلی، د اټکل له مخې عون هم نه شوای بریالی کېدای. د بېلګې په توګه، لومړی پړاو یې ۷۱ رایې وګټلې او ونه یې شوای کړای دوه پر درېیمه برخه (۸۶ رایې) ترلاسه کړي؛ ځکه شیعه استازو له رایې ورکولو ډډه وکړه؛ خو په دویم پړاو کې یې د هغوی د رضایت له ترلاسي وروسته ۹۹ رایې وګټلې، که څه هم ۶۵ رایو ته یې اړتیا لرله. سره له دې چې د پوځ برحاله لوی درستیز و، د اساسي قانون له مخې یې نه شوای کولای ولسمشر شي او بیا هم دوه پر درېیمه برخې رایو ته یې اړتیا لرله. په ۲۰۰۸ کال کې هم همداسې شوي و. کله چې د وخت برحاله لوی درستیز میشل سلیمان ولسمشرۍ ته نوماند شوی و، د پارلمان رییس وویل چې که په دویم پړاو کې یې دوه پر درېیمه برخه رایې ترلاسه کړې، د اساسي قانون له اصلاح څخه ډډه کېږي چې همداسې هم وشول. اوس ښکاري چې دا پر یو دود بدل شوی. امل او حزبالله هم له همدې کبله شاته شوی چې نوماند یې د بریا چانس نه لاره او دویم هغه هم د کورني او بهرني فشار لاندې و. ښايي د ژمنو په بدل کې یې داسې کړي وي یا دا چې بله چاره یې نه لرله.
۲ – عون که څه هم په دویم پړاو د دوو شیعه خوځښتونو ملاتړ خپل کړ، خو له بریا وروسته یې په وینا کې داسې خبرې وکړې چې پر حزبالله ښې ونه لګېدې؛ که څه هم دا ډله کمزورې شوې او پر پښو درېدلو لپاره وخت او لګښت ته اړتیا لري. د لبنان نوي ولسمشر وویل: «زه به د وسلهالو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د وسلو د انحصار او بېوسلې کولو لپاره خپل رول وکاروم. موږ باید پر یو بل د سرزورۍ لپاره پر بهرنیو تکیه ونه کړو.»
که یو څه ژور وکتل شي، پوهېدای شو چې د عون اشاره حزبالله ته ده؛ ځکه کله چې د وسلهوالو بېوسلې کولو او په انحصاري توګه د دولت په لاس کې د وسلو د انحصار خبره کېږي، ښايي موخه همدا ډله وي. دغه راز، حزبالله ده چې د بیروت واکمنو او نورو ډلو ته یې سر ټيټ کړی نه دی او د عون په باور سرزوري کوي؛ ځکه د وسلو زېرمې لري چې د لبنان پوځ یې نه لري. کله چې عون د بهرني ځواک خبره کوي، ظاهراً موخه یې ایران دی؛ له دې کبله چې دا هېواد له حزبالله ملاتړ کوي.
له ټولو مهمه دا چې عون د حزبالله او اسرائیل ترمنځ د اوربند خبرو کې ونډه لرله. د لبنان پوځ د اوربند هوکړې د پلي کولو مسوولیت هم لري. نوموړی چې یو پوځي دی، له دولت سره د وسلو انحصار ارزښت ښه درک کوي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونه هم شته. له همدې کبله، لرې نه ده چې هغه به د حزبالله بېوسلې کولو، د لبنان له سوېلي برخې د دغې ډلې د ملیشو ایستلو، د اردو پیاوړي کولو او … لپاره هڅه وکړي چې ښايي له کبله یې د دې ډلې د ملاتړو نارضایتي راپاوري.
۳ – د رول لوبولو لپاره د سعودي عربستان حرص هم په زړه پوری دی. عون د ریاض له ملاتړه برخمن دی. ان ویل کېږي چې له لبنان سره مالي مرسته یې د نوموړي له بریا سره مشروط کړې ده. امریکا او فرانسې هم د عون بریا غوښته چې دا به د لبنان په ډګر کې د ریاض رول لوبولو لپاره لار لاهواره کړي. اخوا، د سعودي سیالان (ایران او قطر) نور څه غوښتل: فرنجیه او الیاس البسیري. هغسې چې په لومړي بند کې ورته اشاره وشوه، فرنجیه د شیعهګانو نوماند و چې تهران هم غوښت، خو له سیالۍ بهر شو. بل پلو، البسیري چې قطر یې ملاتړ کاوه، له عون سره ډګر ته ووت؛ خو بریالی نه شو.
له دې وراخوا، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سلاکار یزید بن فرحان له څو ورځو راهیسې په لبنان کې دی او د عون په بریالي کېدلو کې یې غوښنه ونډه لرله. ان د لبنان د پارلمان یو غړي په کنايي توګه د رایې اچونې په پاڼه کې «جوزف آموس بن فرحان» ولیکه او نورو ته یې وښود. دا ټول د لبنان په تحولاتو کې د ریاض د حضور ښکارندويي کوي؛ هغه څه چې ښايي د تهران او دوحې لپاره د نامساعدې فضا په توګه تعبیر شي.
دې ټولو ته په کتو، په لبنان کې ولاړ سیاسي بندون مات شو او دا د سیاسي پرانېستې زېری کېدای شي. تمه کېږي چې بیروت به د لویو سیمهییزو – نړیوالو زبرځواکونو له متضادو ګټو او فرقهیي کشمکشونو لرې پاتې شي؛ څو له اوسنۍ ګډوډۍ څخه د وتلو لار ومومي.





