اسرائیل د لبنان شمالختیځ کې د سوریې پولې ته څېرمه د هرمل سیمې پر شاوخوا دوه هوايي بریدونه کړې دي.
الجزیرې پنجشنبه د اکتوبر پر ۲۳مه راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځ د دغو بریدونو د پخلي ترڅنګ ادعا کړې چې د عملیاتو موخه یې له حزبالله سره تړلی د توغندیو د تولید یو مرکز و.
د راپور له مخې، تر اوسه حزبالله یا لبنايي چارواکو د اسرائیل د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې دمه د بریدونو له کبله د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
اسرائیل له حزبالله سره د اوربند له هوکړې سره سره هم پر لبنان پرلپسې بریدونه کوي.





