د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چین ته تللی او هلته یې له خپل سیال وانګيي سره د منځني ختیځ په اړه خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت شنبه د ډسبمر پر ۲۸مه په یو خپاره کړي بیان کې زیاته کړې چې منځنی ختیځ دې له سیمې د بهر هېوادونو جیوپولیټیکي شخړو قرباني کېږي نه.
د عراقچي په خبره، منځنی ختیځ دې د سترو قدرتونو ترمنځ د جګړې ډګر نه ګرځي او نړیواله ټولنه دې د منځني ختیځ هېوادونو ملي حاکمیت، ټيکاو او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د کوم ځانګړي هیواد د نوم له اخیستو پرته د منځني ختیځ ملتونو خپلواکو پریکړو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
دواړو لوریو ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې ټيکاو نړیوالو قوانینو ته د پاملرنې او نه لاسوهنې پر بنسټ رامنځته کېدای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې په غزه کې د سملاسي اوربند ټينګېدل د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري.
د نوموړي وزارت په خبره، غزې ته د بشري مرستو رسول د دواړو لوریو د خبرو په اجنډا کې و.
ایران او چین داسې مهال د منځني ختیځ په اړه غږېدلي چې په دې وروستیو کې په سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې د بشارالاسد رژیم وپرځېد.
په سوریه کې د بشارالاسد رژیم له نسکورېدو وروسته دغه هېواد ته لویدیځ ډیپلوماتان ورمات شوي چې د تهران او بیجینګ اندیښنې یې راپارولې دي.





