۸صبح، غزني: د ازده ګانو جبهې ادعا کړې، چې په غزني ولایت کې د دغې جبهې د کسانو په برید کې د اندړ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر ووژل شو.
د ازاده ګانو جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د دغې جبهې د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې شنبه مازدیګر د چنګاښ پر ۱۸ د اندړ ولسوالۍ د منار کلي اوسېدونکي او دغې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر په قوماندان سیف خالد مشهور مولوي شریف وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي شریف د طالبانو د استخباراتو یو ظالم غړی و، چې ډېری کسان یې له مخکینیو امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور شکنجه کول.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.