طالبانو پر هېوادوالو د سختو محدودیتونو د لګولو په لړ کې په کابل کې د تېر حکومت د ټولو کارکوونکو د شخصي معلوماتو د ثبتولو امر صادر کړی دی. دغې ډلې د ګذر وکیلانو ته امر کړی چې د پخوانیو دولتي کارکوونکو تذکرې او شخصي معلومات راټول کړي او د دغې ډلې استخباراتو ته یې وسپاري. ۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ښيي دغه ډله له ښوونکو او ډاکټرانو پرته د نورو دولتي ادارو د پخوانيو کارکوونکو معلومات راټولوي. د طالبانو دغه اقدام د هېوادوالو او د بشري حقونو د فعالانو له غبرګون سره مخ شوی دی. هغوی وايي، دغه ډله د ټولو بشري اصولو او قوانینو پر خلاف غواړي، چې د تېر حکومت کارکوونکي د خپلو استخباراتي ادارو تر څارنې او جاسوسۍ لاندې راولي. د هغوی په وینا، طالبان په داسې حال کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو په لټه کې دي چې د القاعده شبکې په ګډون د ترهګرو ډلو غړي خپل «مجاهد وروڼه» بولي او د دوحې د هوکړه لیک او خپلو ژمنو پر خلاف عمل کوي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر هېوادوالو په ځانګړې توګه پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او د هغوی د اعتراضونو مخه یې نیولې ده. دې ډلې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ازادو رسنیو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی. طالبانو د محدودیتونو د سختولو په لړ کې تر دې وړاندې د ۶۲ زرو امنیتي کمرو د نصبولو خبر هم ورکړی دی.
دې ډلې په دې وروستیو کې د ښوونځي له ښوونکو او ډاکټرانو پرته د مخکیني حکومت د ټولو کارکوونکو د معلوماتو د راټولولو امر کړی دی، هغه اقدام چې د پخوانیو دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه د پخوانیو امنیتي ځواکونو اندېښنې یې راپارولې دي. هغوی وايي چې له دوو کلونو راهیسې په سخت وضعیت کې دي او اوس طالبانو په علني توګه د هغوی معلوماتو ته د لاسرسي لپاره اقدام کړی او دا کار به د دوی لپاره خطرناک وي.
یوه سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: « له ښوونکو او ډاکټرانو پرته یې ټولو هغو کسانو ته چې په جمهوريت کې یې دنده لرله، ویلي چې خپله دنده ولیکي. د کابل ښار ټولو برخو ته د طالبانو د استخباراتو فورمونه رسیدلي، د دې کار موخه معلومه نه ده.»
دغه سرچينه زياتوي، چې په دغو معلوماتو کې د تېر حکومت د کارکوونکو تذکره، د ادارې نوم او دنده شامل دي. د هغه په وينا، تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه اقدام د کوم هدف لپاره شوى، خو ټينګار کوي، هر وخت چې له هېواده بهر د دې ډلې پر ضد سياسي خوځښتونه زياتېږي، طالبان پرهېوادوالو فشارونه زياتوي.
یو پخوانی نظامي چې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې یاد شي، وايي چې طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې د امکان تر حده ډېر خلک کنټرول کړي او د خلکو د راغونډېدو مخه ونیسي. دغه پخوانی نظامي زیاتوي، چې طالبان د خپلو مخالفینو له وړو او په کور په کور ناستو وېرېږي او له همدې امله یې د ګذر د وکیلانو لمن نیولې ده. د ده په وینا، له څو ورځو راهیسې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د معلوماتو د راټولولو بهیر پیل شوی دی.
شکیب (مستعار نوم) چې د تېر حکومت یو کارکوونکی دی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د ګذر د وکیلانو له لارې د معلوماتو راټولول یو غیر دودیز اقدام او د استخباراتي معلوماتو راټولولو ته ورته کار دی. هغه زیاتوي، که یو ډيموکراټیک او د خلکو په خوښه نظام دا معلومات راټول کړي، د اندېښنو د پیدا کېدو لامل نه کیږي. د هغه په وينا، طالبان د ولس ضد ماهیت لري او د غچ اخيستلو په لټه کې دي او دا معلومات د ډېرو هغو کسانو لپاره خطرناک ثابتېداى شي چې په پټه ژوند کوي.
د تېر حکومت دغه کارکوونکی ټینګار کوي چې د ټولو کارکوونکو معلومات په دولتي ادارو کې ثبت دي او د اړتیا په صورت کې د محکمې د حکم پر بنسټ کولای شي دغو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه وايي:«د معلوماتو د راټولولو بڼه د پوښتنې وړ او اندېښمنوونکې ده او د دغو معلوماتو له راټولولو وروسته سلګونه پخواني امنيتي ځواکونه له جدي ګواښ سره مخ کیږي.»
خو پخوانى څارنوال شمس الرحمن عزيزي وايي، طالبان غواړي د پخوانيو دولتي کارکوونکو يوه ځانګړې ډله د خپلو استخباراتي ادارو تر څارنې او جاسوسۍ لاندې ونيسي. ښاغلی عزیزي زیاتوي: «که دا کار د غچ اخیستو، نیولو، شکنجې او قتل په څېر خطرناکې پایلې هم ونه لري، یو ډول رواني شکنجه (سزا) ده او د هغو کسانو پر وړاندې ترسره کېږي چې که ان د طالبانو د ارزښتونو پربنسټ یې هم تېروتنه کړې وي، د دې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ بښل شوي دي.» نوموړی ټینګار کوي، چې طالبان بشري او قانوني ارزښتونه نه مني او پر هغه څه عمل نه کوي چې وایي یې.
جلیله (مستعار نوم)، هغه اعتراض کوونکې ښځه ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، نوموړې د طالبانو دا کړنه د دې ډلې د رژیم پر منتقدینو او اعتراض کوونکو د رواني فشار زیاتېدل ګڼي. د جليلې په وينا، طالبان د خلکو خصوصي حریم ته د نه درناوي تر څنګ په بېلابېلو لارو پر هېوادوالو رواني فشار اچوي، څو د اعتراض او نارضایتۍ فکر له خپل سره وباسي. د هغې په وينا، د طالبانو له لوري د لګول شویو بنديزونو او له کاره د ښځو د محروميت له امله لسګونه مېرمنې د لاريون کوونکو ښځو او نجونو په ليکو کې شاملې شوې دي او دا تګلاره د هغوی ټولو لپاره د اندېښنې وړ ده.
دغه اعتراض کوونکې ښځه زیاتوي:« که د طالبانو په بوټونو کې شګې نه وي، نو ولې یوازې د پخواني حکومت د کارکوونکو معلومات غواړي؟ که دا امنیتي مسأله وي، هر څوک کولای شي د دې ډلې لپاره ګواښ رامنځته کړي. دا حالت د رواني ستونزو پر رامنځته کولو سربیره، د کارکوونکو یو ډول بې احترامي هم ده، چې طالبان ورته د پردیو او د امنیت د ګډوډوونکو په سترګه ګوري.»
د تېر حکومت کارکوونکي په داسې حال کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د خپلو شخصي اطلاعاتو پرراټولولو اندېښنه څرګندوي چې دغې ډلې تر دې وړاندې د کور په کور تلاشۍ پر مهال هم د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو اړوند معلومات راټول کړي دي.
په داسې حال کې چې د تېر حکومت کارکوونکي د طالبانو د استخباراتي کړیو له خوا د خپلو شخصي معلوماتو د راټولولو په اړه اندېښنه څرګندوي، دغه ډله هم په کور دننه د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو او کارکوونکو په اړه معلومات راټولوي.
په كابل كې يوه سرچينه وايي:« كله چې كور په کور تلاشي روانه وه، نو د امنيتي ځواكونو په اړه يې هر ډول اسناد او شواهد اخیستل او د هغه كس په اړه يې خپل معلومات بشپړول. اوس یو شمېر امنیتي ځواکونه د غچ اخیستنې له وېرې کابل ته راغلي دي، چې په دې توګه غواړي هغوی تعقیب کړي.»
د يادونې وړ ده، چې طالبان په داسې حال کې د پخوانيو دولتي کارکوونکو د معلوماتو په لټه کې دي او دا يوه امنيتي مسئله ګڼي، چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه د القاعدې شبکې غړي خپل «وروڼه» بولي. په وروستي مورد کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په کندز کې په یوه ولسي غونډه کې ویلي، چې القاعده «ترهګره ډله نه، بلکې زموږ وروڼه دي».
دغه طالب چارواکي په امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې بریدونو ته په اشارې سره ویلي: هغوی[القاعده] مجاهدین او زموږ وروڼه وو چې د امریکا له ظلمه ستړي شوي وو، موږ هغه وخت هم هغه ترهګره ډله نه بلله او اوس یې هم نه بولو.»
د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یو شمېر هغو ترهګرو ډلو غړي چې د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې په هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي« د طالبانو مجاهد وروڼه» بللي دي.
طالبان په داسې حال کې د ترهګرو ډلو غړي خپل «مجاهد وروڼه» بولي او د تېر حکومت پر کارکوونکو فشارونه زیاتوي، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دغه هېواد وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وضعیت په چټکۍ او له خبرتیا پرته بدلېدای شي.