۸صبح، کابل: د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر طالبانو تور پورې کړی چې اسلام د خپلو سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.
اېکسپرېس ټریبیون پنجشنبه د وري پر ۹مه د هغې په حواله لیکلي، اجازه دې نه ورکول کېږي چې له دین څخه په ټولنه کې خلکو ته زیان رسونې په توګه کار واخیستل شي.
هغه زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې ګورو چې طالبان څنګه د اسلام له ناسم تفسیر څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کړنې توجیه کوي.»
د نوبل جایزې ګټونکې په افغانستان کې طالبان پر «جنسیتي اپارټایډ» تور تورن کړي او دا یې له نجونو او ښځو سره «قصدي او سیستماتیک ظلم» بللی دی.
هغه يادونه کړې چې افغانستان د نړۍ يوازنى هېواد دى چې نجونې پکې د زدهکړې اجازه نه لري، په داسې حال کې چې اسلام د علم زدهکړه اجباري بولي.
طالبانو تېره اوونۍ په داسې حال کې نوی ښوونیز کال پیل کړ چې له شپږم ټولګي پورته د سلګونو زرو افغان نجونو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.