پر اوکراین د روسيې د يرغل پر نهمه مياشت د امريکا يوه جګپوړي چارواکي د اوکرایین په جګړه کې د روسيې د پوځ له مرګ ژوبلې پرده پورته کړې ده.
اسوشيټډ پرس خبري آژانس د پنچشنبې پر ورځ، د نوامبر پر ۱۰، د امريکا د پوځ د لوی درستيز مارک میلي له خولې رپوټ ورکړی، چې د اوکراین په جګړه کې د دغه هېواد ۴۰ زره ملکي وګړو او ۱۰۰ زره روسي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مارک ميلي د مشخصو شمېرو له ورکولو پرته، ويلي دي چې کېدای شي اوکرايني پوځيانو ته هم، همدمره مرګ ژوبله اوښتې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسيې ځواکونه پرون د اوکراین له خرسون سيمې په شا شول.
روسي ځواکونه د ژمي په درشل کې له خرسون سيمې په شا شوي او دا احتمال يې زيات کړی چې کېدای شي په راروان ژمي کې دواړه لوري خبرو ته غاړه کېږدي.
.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي د روانې اونۍ د سې شنبې پر ورځ وويل، چې له روسيې سره خبرو ته چمتو دی، خو په وينا يې، دغه خبرې به په دې شرط کېږي چې روسيه له اشغال کړو سيمو ووځي او د جګړې ګرمه ورکړي.