۸صبح، کابل: د جبري حجاب په اړه د ایراني وګړو او محصلینو له پرلپسې اعتراضونو سره، سرچینې د ایران په علامه طباطبايي پوهنتون کې د یوې افغانې محصلې د ورکېدو خبر ورکوي.
له ايران څخه سرچينو پنجشنبې د لړم په ۱۹مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه افغان محصله سحر رضايي نومېږي او د ايران په علامه طباطبايي پوهنتون کې د ژورناليزم پوهنځي محصله ده.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، سحر د ایرانیو ځواکونو له خوا د لاریون کوونکو محصلینو له نیول کېدو وروسته لادرکه شوې ده.
د سرچینو په خبره، سحر رضايي د تلې په ۲۶مه له خپلې کورنۍ سره له اړیکې نیولو وروسته ورکه شوه او ښايي د ایران د امنیتي ادارو په بند کې وي.
سرچينه زياتوي، چې سحر رضايي د زړه په ناروغۍ اخته ده او دې کار د هغې د جسمي روغتيا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې ايرانیو ځواکونو په دغه هېواد کې د لاريونونو د ځپلو په موخه په پراخه کچه محصلين نیولي دي.