۸صبح، کابل: د مقاومت جبهې مشر کابل ته د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې د څلوېښت میلیوني ډالرو کڅوړو په استولو نیوکه وکړه او وې ویل، دغو مرستو طالبان او ترهګرې ډلې پیاوړې کړې دي.
احمد مسعود په دې وروستیو کې له یوه خپلواک خبریال سره په مرکه کې ویلي، چې د ۴۰ میلیوني ډالرو کڅوړو د مصرف په اړه هېڅ ډول څارنه نشته.
د مقاومت جبهې مشر په دې مرکه کې خبرداری ورکړی چې طالبان به په راتلونکو درېیو تر پنځو کلونو پوري له ترهګرو ډلو سره په یو ځای کېدو د سپټمبر د یوولسمې پېښې په شان خطرونه رامنځته کړي.
احمد مسعود وویل چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۳ ترهګرې ډلې شتون لري.
د مقاومت جبهې مشر ویلي چې له لوېدیځ څخه د وسلو په برخه کې د ملاتړ تمه نه لري او د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره یوازې سیاسي ملاتړ او د خبرو اترو له امکاناتو ګټه اخیستل د افغانستان وضعیت بدلولای شي.