د مکې تړون په اړه ځکه د طالبانو نوم اخیستل کېږي چې د دغه تړون له یو غړي سره په جګړه کې دي: پاکستان. که داسې نه وای، نو دغه تړون به له افغانستان او طالبانو سره هېڅ تړاو نه درلود. د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه هم ظاهراً داسې نه برېښي چې په نږدې راتلونکي کې به پای ته ورسېږي. اوس د دې شخړې یو اړخ داسې تړون کړی چې پر ګټو یې برید د سیمې د دوو مهمو قدرتونو پر ګټو د برید حکم لري: عربستان او ترکیه. که د پاکستان او طالبانو شخړه د ارزونې بنسټ وګرځول شي، نو دا پوښتنه راولاړېږي: ایا د مکې تړون د اوسنیو مادو په ساتلو د اسلاماباد په ګټه دی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې لاندې ټکي د پام وړ دي:
۱ – که معیار د نړیوال باور موضوع وګرځول شي، د ترازو پله د طالبانو پرتله د پاکستان پر لور درنه ښکاري. د اسلاماباد نړیوال باور هغه مهال زیات شو چې د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ یې منځګړیتوب وکړ؛ داسې هڅه چې که څه هم مطلوبې پایلې یې نه لرلې، خو لږ تر لږه یې پاکستان ته باور ورکړ. دغه منځګړیتوب د ایران او امریکا په نظر کې د پاکستان محبوبیت زیات کړ؛ دوه داسې هېوادونه چې د افغانستان د تېر، اوسني او راتلونکي وضعیت تحلیل د هغوی د «ګټو له تضاد» پرته ناشونی دی. د منځګړیتوب له هڅو سره هممهاله پاکستان پر افغانستان بریدونو ته زور ورکړ او ښايي د سپینې ماڼۍ شین څراغ یې هم له ځان سره درلود. برعکس، طالبانو نه یوازې نړیوال حیثیت ترلاسه نه کړ، بلکې ورځ تر بلې د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د جګړې د پارولو او د هغوی پر ضد د وسلهوالو ډلو پر ملاتړ هم تورن شوي. اوس پاکستان د سعودي او ترکیې د وفادار ملګري په توګه غوره شوی؛ داسې ایتلاف چې له شک پرته به د اسلاماباد سیمهییز او له سیمې هاخوا باور لا زیات کړي. برعکس، طالبانو له پخوا تر اوسه هڅه کړې چې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په څېر ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي او د هغوی له خوا پر بې وفایۍ تورن نه شي. پر همدغه بنسټ، که د مکې تړون طالبانو ته کومه پایله ولري، هغه به له زیان پرته بل څه نه وي.
۲ – هر وار چې پاکستان او طالبان سره مخ شوي، عربستان او ترکیې د منځګړیتوب بیرغ پورته کړی او د شخړې د پای ته رسولو په موخه یې ډګر ته رادانګلي دي. کله چې پاکستان په لومړي وار پر کابل هوايي برید وکړ، طالبانو په غبرګون کې د کرښې په اوږدو کې متقابل برید پلان کړ او څو ساعتونه نه و تېر چې د جګړې د درېدلو خبر ورکړل شو او لامل یې هم د عربستان او قطر منځګړیتوب وبلل شو. دا په دې مانا چې ریاض د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په تړاو بېپروا نه و. له بلې خوا، ترکیې په دوو پړاوونو کې د طالبانو او پاکستان د پلاوو کوربتوب وکړ، که څه هم دواړه لوري د دوامداره اوربند په ترلاسي کې پاتې راغلل. د ریاض او انقرې منځګړیتوب هغه مهال کېده چې له پاکستان سره یې دفاعي تړون نه درلود او ظاهراً یې موخه یوازې د شخړې پای ته رسول و. خو که له دې وروسته طالبان او پاکستان یو ځل بیا ښکېل شي، ترکیه او سعودي به د منځګړیتوب بیرغ پورته نه کړي؛ ځکه په طبیعي ډول باید له خپل متحده دفاع وکړي، نه دا چې په قصدي یا ناقصدي ډول داسې ګام پورته کړي چې د طالبانو په ګټه تمام شي. که بیا هم منځګړیتوب وکړي، نور به بېپرې نه وي او هڅې به یې تر ډېره د پاکستان د ګټو د خوندي کولو پر محور راڅرخي.
۳ – کله چې د مکې په تړون کې «پر یوه غړي برید پر نورو غړو برید» تعریف شوی، څرګنده ده چې دا د پاکستان په ګټه او د طالبانو په زیان دی. له دې وروسته، که اسلاماباد او طالبان نښلي او دا ډله د هند له خوا په پور اخیستل شوو څو زړو، زنګوهلو او له کاره لوېدلو بېپیلوټه الوتکو د پاکستان خاوره په نښه کړي، دا به د ترکیې او سعودي پر ګټو هم د برید مانا ولري. د دغو دوو هېوادونو تکلیف به روښانه وي: د پاکستان د دفاع په موخه جګړې ته دننه کېدل، نه پر افغانستان او طالبانو برید. له هغه ځایه چې د مکې تړون دفاعي ماهیت لري، ریاض او انقره به د برید کوونکي ځواک پر وړاندې د اسلاماباد د دفاع لپاره رادانګي، نه دا چې دا دفاع دې د افغانستان پر خاوره د برید په مانا وي. که ترکیه او عربستان له پاکستانه پوځي دفاع ونه کړي، سیاسي دفاع به یې هم (پر پاکستان د برید غندل، طالبان په جګړه پارونه او د ترهګرۍ په ملاتړ تورنول، له نورو هېوادونو څخه د اسلاماباد د دریځ د ملاتړ غوښتنه، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله یا په امنیت شورا کې د طالبانو پر ضد د پرېکړهلیک د تصویب هڅه، د نورو طالب ډیپلوماتانو نه منل، د طالبانو د پنځه کلن حکومت له کړنو د نارضایتۍ څرګندول، د رژیم په رسمیت نه پېژندل او …) د طالبانو لپاره د ځور لامل وي. طالبان به هم پوه شي چې کله له پاکستان سره جګړه له ټاکلې کچې واوړي، نور به یوازې له پاکستان سره نه، بلکې له ریاض او انقرې سره هم مخ وي.
۴ – ځینې هڅه کوي چې د پاکستان د کورنیو ستونزو په پام کې نیولو، د مکې په تړون کې د دغه هېواد غړیتوب بېاغېزې وښيي، خو که موضوع د طالبانو له کورنیو ستونزو سره د پرتله کولو له مخې وارزول شي، ښکاري چې له ریاض او انقرې سره د اسلاماباد اتحاد دومره مهم دی چې پاکستان کولی شي له دې وړتیا څخه په ګټنې پر خپلو کورنۍ ستونزو برلاسی شي. کله چې پاکستان هممهاله د امریکا او چین له ملاتړه برخمن وي، ورو ورو به پر خپلو کورنیو ننګونو برلاسی شي؛ که څه هم دا چاره سخته، وخت نیونکې او لګښت لرونکې ده. کله چې پاکستان هممهاله د ریاض له پراخو شتمنیو او د ترکیې له سیمهییز باوره ګټه واخلي، د کورنیو ستونزو پر وړاندې به له پښو ونه لوېږي. کله چې دغه سیمهییز او له سیمې هاخوا قدرتونه په یوه غږ له اسلاماباده ملاتړ وکړي، پاکستانیان به هم د خپل هېواد د ډیپلوماتیکې دستگاه د پیاوړتیا پر ارزښت پوه شي او دا د پاکستان د اوسنیو واکمنانو لپاره ګټوره تمامېدای شي.
برعکس، طالبان په ملي او نړیواله کچه په ستونزو کې ډوب دي. طالبان د دې پر ځای چې خپلې ننګونې راکمې کړي، ورځ تر بلې نوې ستونزې رامنځته کوي. همدا چې طالبان له پنځو کالو وروسته هم د «مشروعیت له بحران» څخه نه دي وتلي، په بېلابېلو برخو کې یې د بې وسې او ناکامۍ څرګندونه کوي. په نړیواله کچه هم د یوه واقعي ملاتړي له نشتوالي کړېږي. ډېر لږ هېوادونه زړه کوي چې د طالبانو له کړنو ښکاره دفاع وکړي. ان د دفاع پر مهال د هند او روسیې ژبه هم بنده بنده کېږي. تازه، د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې یې مخالفو ځواکونو هم خپل پوځي عملیات زیات کړي دي. ښايي پاکستان یې هم ترشا لاس ولري. البته که نور هېوادونه هم د مخالفو ځواکونو له فعالیتونو ملاتړ ونه کړي، لږ تر لږه مخالفت ورسره نه کوي.
په داسې وضعیت کې چې کله د طالبانو تر ټولو پیاوړی سیال له ترکیې او سعودي سره متحدېږي، دا یې پر نیمګړي وجود بل سخت ګوزار دی. ښايي پاکستان د طالبانو د مخالفانو په اړه د ترکیې او عربستان دریځ بدل کړي؛ داسې چې دا دوه هېوادونه د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ ته وهڅوي. همدارنګه کولی شي سپینه ماڼۍ هم د ریاض او انقرې لور ته رانږدې کړي. څرګنده ده چې تر هغې طالبان د ټيټيپي له ملاتړه لاس وانخلي، پاکستان به هم شاتګ ونه کړي او د دغو دوو ډلو د څنګ ته کولو په موخه به هره شېبه غنیمت وګڼي.





