یو شمېر ځوانان د بېکارۍ ډېرېدو او د اقتصادي شرایطو سختېدو ته اندېښمن دي. دوی وايي چې د کاري فرصتونو نشتوالي او اقتصادي ستونزو د دوی ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دا ځوانان زیاتوي چې د نامناسب اقتصادي وضعیت له امله مجبور شوي د خپل راتلونکي له ډېرو هیلو او پلانونو لاس واخلي. دوی همدا راز وايي چې د مناسب کار موندل د دوی د ژوند پر یوه لویه ستونزه بدل شوي دی.
د انګلیسي ادبیاتو له څانګې فارغ شاکر (مستعار نوم) وايي چې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له ډېرې مودې راهیسې وزګار دی او د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره ورځنۍ مزدوري کوي.
دغه ځوان وايي: «ډېر وخت کېږي چې بېکاره یم. که کار هم پیدا شي، ورځنی وي چې ښايي یو یا دوه میاشتې دوام وکړي او تر هغه وروسته بیا بېکاره کېږم. زه د انګلیسي ادبیاتو له څانګې فارغ شوی یم، خو اوس مزدوري کوم.»
شاکر زیاتوي: « زما د څو نورو ملګرو او دوستانو هم همدا حال دی. سره له دې چې موږ ځوانان باید له بل هر وخت ډېره هڅه وکړو او خپل ژوند جوړ کړو، خو کار نشته او مجبور یو له خپلو ډېرو هیلو تېر شو. ۱۶ کاله مو درس ووایه، خو اوس احساس کوم هغه ټول کلونه ضایع شوي دي.»
زینب (مستعار نوم) د یوې داسې کورنۍ نږور ده چې وايي د کورنۍ ټول نارینه یې بېکاره دي او سختې ورځې تېروي. دا وايي: «موږ په کور کې نهه کسان یو. پنځه نارینه لرو چې ټول بېکاره دي. یوازې زما مېړه چې د هغوی مشر ورور دی، سره له دې چې درس یې ویلی او تحصيلکړی دی، ونه توانېد چې کار پیدا کړي. اوس د بل چا موټر چلوي.»
زینب زیاتوي: «په پخواني کور کې مو چې د کرایې د پرېکولو وس نه و، کور څښتن له کوره و اېستو. پر سړک پاتې شوو او بالاخره یوه کلي ته راغلو. زموږ ژوند خورا سخت تېرېږي. پخوا زموږ د کور ټولو نارینه وو کار کاوه او ښه ژوند مو درلود، خو اوس له بد اقتصادي وضعیت سره مخ یو.»
یو محصل عابد (مستعار نوم) وايي بېکاري د افغانستان یوه له مهمو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ده چې په ځانګړې توګه ځوانان او کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي. د هغه په وینا، د کاري فرصتونو کمښت، د اقتصادي فعالیتونو کمزورتیا، د پانګونې کمېدل او د صنعتي برخو محدودیت د بېکارۍ اصلي لاملونه دي.
دغه محصل زیاتوي: «د محدودو کاري فرصتونو پر وړاندې د پوهنتونونو د فارغانو زیاتېدو هم د ځوانانو د روزګار ستونزه ډېره کړې ده. بېکاري د بېوزلۍ د زیاتېدو او د خلکو د پېرلو توان د کمېدو ترڅنګ، د کډوالۍ او نورو ټولنیزو ستونزو کچه هم لوړولای شي. د کورنیو تولیداتو، پانګونې، کرنې، صنایعو، تخنیکي زدهکړو او تشیثاتو ملاتړ کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بېکارۍ په کمولو کې مرسته وکړي.»
له دې سره هممهاله د اقتصادي چارو کارپوه فرید (مستعار نوم) وايي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د کار بازار له بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او جوړښتي شاکونو له امله له ژور ناورین سره مخ شوی دی. د هغه په وینا، د بهرنۍ پانګونې کمېدو، نړیوالو محدودیتونو او د شتمنیو کنګل کېدو، د کاري ځواک غوښتنه تر ټولو ټيټې کچې ته رسولې ده.
دا کارپوه وايي: «پر دې سربېره، پر ښځو کاري محدودیتونو د ټولنې فعال کاري ځواک لویه برخه له تولیدي بهیره اېستلې او د اقتصادي ګډون کچه یې خورا ټیټه کړې ده. بله مهم ټکی د خصوصي سکټور د بنسټونو کمزورتیا ده چې افغان سوداګر یې هیڅکله ډاډمن نه کړل چې دا هېواد د پانګونې لپاره خوندي ځای دی.»
فرید زیاتوي: «د روانې بېکارۍ له امله د کورنیو د پېرلو توان خورا ټیټ شوی او ډېری کورنۍ د مطلقې بېوزلۍ پر خوا روانې دي. د کورنیو د عاید کمېدل د خوړو د ناامنۍ لامل شوي او د بېوزلۍ ډېرېدل د دې لامل کېږي چې د لومړنیو روغتیایي او روزنیزو لګښتونو پوره کول هم له ستونزو سره مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د هرات یو شمېر ځوانانو ویلي وو چې د بېوزلۍ، بېکارۍ، روحي فشارونو، کورنیو ستونزو او د ښوونیزو او ټولنیزو فرصتونو د محدودیت ګډولې یو شمېر تنکي ځوانان نشهیی توکو کارولو او د سګرټو څکولو ته اړ کړي دي.
بلخوا، د کار نړیوال سازمان (ILO) په افغانستان کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی و چې په نړۍ کې د ځوانانو د بېکارۍ کچه لوړه شوې او مناسب کار ته د هغوی لاسرسی سخت شوی دی.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوړو د خوندیتوب د درېیمې یا څلورمې کچې له مخې، د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو. همدا راز له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.





