په کابل کې د یوه محصل بې رحمانه وژنه

۸صبح، کابل: په کابل کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وروستي کال محصل سروش محمدي د ناپېژانده وسله والو له خوا په بې رحمانه توګه وژل شوی او وروسته یې مړي ته اور اچول شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د نوموړي مړی پنجشنبې د لړم په ۲۶مه د طالبانو د شپږمې امنيتي حوزې مسوولینو د کابل په لوېدیځ امید سبز ښارګوټي د بلاکونو ترشا موندلی دی.

د محمدي کورنۍ او خپلوانو د جمعې په ورځ د نوموړي مړی خاورو ته وسپاره.

د سروش محمدي د ورور ډاکتر یاسین علي نژاد په وینا چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکي، هغه د تېرې دوشنبې له سهاره بې درکه شو او د موندلو لپاره یې د کورنۍ هڅې بې پایلې وې.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، محمدي ۲۲ کلن و او د کابل د یوه خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورم کال محصل و.

په دې وروستیو کې دا څوومه پېښه ده چې د امید سبز او د کابل د قورغ غره په لمنه کې مړي موندل کېږي.

څه موده مخکې رپوټ ورکړ شو، د سیمې خلکو یوه ښځه چې په وېرونکي وضعیت وژل شوې وه له همدې سیمې یې مړی موندلی و.

ورته لیکنې

Back to top button