۸صبح، کابل: د ایران سرحدي چارواکو د خراسان رضوي ولایت په «تایباد» سیمه کې له افغانستانه د ۱۲ کیلو او ۷۲۰ ګرامه سرهزرو د کشف خبر ورکړی دی.
د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع دوشنبه د وږي پر ۲۶مه ویلي، سرحدي ځواکونو له یو چټکمزلي موټر څخه د سرهزرو ۳۴ خښتې چې غوښتل یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه یې ایران ته واړوي، ترلاسه کړي دي.
شجاع د ایرنا خبریال ته ویلي: «په دغه ولایت کې له قاچاقکوونکو سره د قاطع مبارزې په ترڅ کې د تایباد سرحدي ځواکونه د څارنې په پوسته کې د سرهزرو د شپږو خښتو په ترلاسه بریالي شول.»
هغه زیاته کړې چې د دې سرهزرو مجموعي ارزښت ۴۷۲ میلیارده او ۸۲۷ میلیونه ریاله دی.
څو ورځې مخکې هم ایراني ځواکونو د خراسان رضوي ولایت په «تایباد» سیمه کې له افغانستانه قاچاق شوي ۱۵۱ کیلو او ۴۵۰ ګرامه «شیشه» نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي وو.
تایباد سیمه د مشهد سوېل ختیځ ته په ۲۲۵ کیلومترۍ کې او د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله پرته ده.
د خراسان رضوي ولایت له افغانستان سره په ختیځ کې شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.



