۸صبح، کابل: د ایران سرحدي چارواکو د خراسان رضوي ولایت په «تایباد» سیمه کې له افغانستانه قاچاق شوي ۱۵۱ کیلو ۴۵۰ ګرامه «شیشه» نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
صدا او سيما خبري اژانس جمعه د وږي پر ۱۶مه راپور ورکړی چې دا نشهيي توکي د ايران سرحدي ځواکونو له یو ټېلر موټر څخه ترلاسه کړي دي.
د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع وايي چې ایران ته د دې اندازې نشهيي توکو د ننوتلو مخنیوی شوی دی.
شجاع زیاته کړې: «د تایباد د پلټنې په پوسته کې مېشت سرتېري، د ټرانزیتي موټرو کنټرول پرمهال په یو ټېلر موټر شکمن شول او د دغه موټر په پلټنې کې یې ۲۳۸ کڅورې شیشه مواد کشف کړل.»
د هغه په وينا، د دې نشهيي توکو د قاچاق په تړاو يو کس نيول شوى دى.
شجاع د نيول شوي کس د هويت په اړه څه نه دي ویلي.
تایباد سیمه د مشهد سوېل ختیځ ته په ۲۲۵ کیلومترۍ کې او د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله پرته ده.
د خراسان رضوي ولایت له افغانستان سره په ختیځ کې شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې میاشتې په پای کې د ایران سرحدي چارواکو د تایباد په سیمه کې د درېیو افغانانو په معدو کې د «پودري هیروئین او تریاکو» د ۲۱۷ کڅوړو د کشف خبر ورکړی و.





