برازیلي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د یوې الوتکې د لوېدو له کبله د ۵۷ مسافرو او د الوتکې د څلورو کارکوونکو په ګډون ۶۱ کسان مړه شوي دي.
فرانسپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د «ART ۷۲-۵۰۰» ډول الوتکه، جمعه د اګست پر ۹مه د برازیل په «ساوپاولو» ایالت کې غورځېدلې ده.
دا الوتکه د فرانسې هېواد جوړه کړې او برازیلي «وایپس» هوایي شرکت پورې اړه لري.
وایپس هوایي شرکت د یوې اعلامیې له مخې دا پېښه منلې او ویلي یې دي چې تر اوسه پورې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو هېڅ راز معلومات نشته.
د راپور پر بنسټ، دا الوتکه له «پارانا» ایالته د «ساوپاولو» نړیوال هوايي ډګر ته پر لاره وه او په برازیل کې د « وینهدو» ښار په یوې استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې ده.
برازیلي چارواکو ویلي چې د دغې الوتکې هېڅ مسافر ژوندس نه دی پاتې شوی.
د برازیل ولسمشر، لویز ایناسیو لولا دي سلوا هم د مړینې شمېر منلی دی.
هغه زیاته کړې: «د ساوپاولو په وینهدو ښار کې یوه الوتکه له ۵۷ مسافرو او څلورو کارکوونکو سره غورځېدلې ده او داسې ښکاري چې ټول یې مړه شوي دي.»
د راپورونو له مخې، دا په برازیل کې د تېرو ۱۵ کلونو ترټولو ناوړه هوایي پېښه ده.
د ۲۰۰۷ کال پرمهال هم په دغه هېواد کې د الوتکې د لوېدو له کبله لږترلږه ۱۹۹ کسان مړه شول.



