د پاکستان د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه په پېښور کې غورځېدلې، چې دوه پیلوټان پکې مړه شوي دي.
پاکستاني رسنیو سه شنبه د مارچ پر ۲۲ راپور ورکړی، چې د پاکستان د هوايي ځواک یوه الوتکه په پېښور کې غورځېدلې ده.
له بلې خوا، د پاکستان د هوايي ځواک ویاند طارق ضیا د دې پېښې په تاییدولو سره ویلي، چې دغه روزنیزه الوتکه پېښور ښار ته څېرمه غورځېدلې ده.
هغه زیاته کړې، چې د دې پېښې مالي او ځاني زیانونه تر اوسه نه دي روښانه شوي او هوايي ځواک د دې پېښې د لامل د روښانولو لپاره پلاوی ټاکلی دی.





