د فبرورۍ ۲۱ د «مورنۍ ژبې» له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه نومونه په ۱۹۹۹ میلادي کې د ملګروملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) لخوا د نړۍ په بیلابیلو برخو کې له ژبنۍ او کلتوري تنوع له ساتلو سره د مرستې په موخه وشوه. افغانستان یو داسې هېواد دی چې ګڼ قومونه او بېلابېلې ژبې لري. که څه هم فارسي او پښتو د افغانستان د رسمي ژبو په توګه پېژندل کېږي، خو د دغه هېواد اوسېدونکي په بېلابېلو ولايتونو کې په بلوڅۍ، ازبکۍ، پشه يي او نورو ژبو هم خبرې کوي. نن چې د مورنۍ ژبې د ورځې په درشل کې یو، د بلوڅ ټبر فرهنګپال د دې ژبې له هېرېدو شکایت کوي او وايي چې دې ژبې ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په کندهار ولایت کې د بلوڅي ادبیاتو پوهنځي هم وتړل شي. د هغوی په وینا د حکومتونو اختلافات او ناسم سیاستونه د دې لامل شوي چې د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې هم بلوڅي کتابونه چاپ او نه ویشل شي.
د مورنۍ ژبې د ورځې په مناسبت عبدالرؤف بلوڅ (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ناسم او له تبعیضه ډک سياستونه بلوڅۍ ژبې ته د نه پاملرنې لامل شوې او ان په بلوڅ میشتو ولایتونو کې هم په ښوونځيو کې بلوڅۍ ژبه نه تدریس کیږي. ښاغلی بلوڅ زیاتوي چې په کندهار پوهنتون کې د بلوڅي ادبیاتو یوازینی پوهنځی هم تړل شوی او له څو کلونو راهیسې یې د بیا فعالولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.
دغه بلوڅ فرهنګپال، چې مورنۍ ژبه د یوه قوم هويت بولي، زياتوي، چې کلتورونه په ژبې سره ژوندۍ پاتې کیږي او د يوې ژبې هېرېدل د هويت د هېرېدو لامل کېږي. هغه د حکومتونو او چارواکو پر ناسمو تګلارو نيوکه کوي او وايي:« یوازې د کندهار په پوهنتون کې د بلوڅي ژبې او ادبياتو یو پوهنځۍ و، چې د بلوڅ ولس په هڅو او د هېواد د مشرانو په همغږۍ د پاکستان له بلوچستان نه استادان ورته استخدام شوي وو او هلته يې تدريس کاوه، خو د حکومت تګلارې او تبعيض په کندهار کې د بلوڅي ادبياتو د پوهنځي د تړل کېدو لامل شو چې له څلورو کلونو راهیسې غیرفعال پاتې دی.»
دغه فرهنګپال وایي، چې د هېواد په سویل او لوېديځ زون کې د بلوڅانو نفوس د نورو قومونو په پرتله ډېر دی، خو تر اوسه په دغو ولايتونو کې په بلوڅۍ ژبه د درسي کتابونو د وېش زمينه نه ده برابره شوې.
په همدې حال کې په نیمروز ولایت کې د بلوڅ قوم یو بل فعال میرعلي بلوڅ وايي چې بلوڅۍ ژبه هېره شوې ده او د تبعیضي سیاستونه ان د دې لامل شوي چې بلوڅانو ته په خپلو سیمو کې هم پر خپلې مورنۍ ژبۍ د تدریس زمینه برابره نه وي. هغه زیاتوي : « د ښوونځیو کتابونه تر نهم ټولګي پورې د پوهنې وزارت له خوا په بلوڅۍ ژبه چاپ شوي وو، خو کله چې د نیمروز د پوهنې ریاست ته ورسېدل، د اختلافاتو او قومي سیاستونو له امله یې پر ښوونځیو د وېش مخه ونیول شوه.»
دغه بلوڅ فعال زیاتوي چې دغې ژبې ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ډيری بلوڅان خپله مورنۍ ژبه هېره کړي: «په نورو ولایتونو لکه غور، بدخشان، هرات او فراه کې له دې امله خلک له بلوڅۍ ژبې او په دې ژبه له زدهکړې نه لېرې پاتې شوي، چې خپله مورنۍ ژبه یې هېره کړې ده.» ميرعلي بلوڅ زياتوي، سره له دې چې د نيمروز ولايت اوسېدونکي په بشپړه توګه په بلوڅۍ ژبه خبرې کوي، خو اړتیا ده چې د دغه ولايت په ښوونځيو کې بلوڅي کتابونو ووېشل شي، څو بلوڅ ماشومان دغه ژبه په ادبي ډول زده کړي.»
بلوڅ فرهنګپال په داسې حال کې خپلې ژبې ته د حکومتونو له نه پاملرنې شکایت کوي، چې په نیمروز ولایت کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې طالبانو په یوه بې ساري اقدام کې د دغه ولایت د یو شمېر ځایي ادارو لیکدړې چې په بلوڅۍ ژبه لیکل شوي وې، بدلې کړي دي.
د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې مخینه
په ۱۹۵۲ کې، د بنګله دیش د اوسني پلازمینې ډاکا د بېلابېلو پوهنتونونو محصلانو چې هغه مهال ختیځ پاکستان بلل کیده او لا یې خپلواکي نه وه اخیستې، د پاکستان د دویمې ملي ژبي په توګه د بنګالۍ ژبې د منل کېدو لپاره یو سوله ییز لاریون ترسره کړ. د محصلانو له لاریون وروسته پاکستاني پولیسو پر هغوی ډزې وکړې او یو شمېر یې ووژل. له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته او د دغه هېواد په غوښتنه په لومړي ځل د ۱۹۹۹ زېږدیز کال د نوامبر پر ۱۷مه یونسکو د فبرورۍ ۲۱مه، د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. له ۲۰۰۰ زیږدیز کال راهیسې دا ورځ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.