۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي په کابل کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خبرېاترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد تکل یکشنبه، د سلواغې پر ۷مه په یو بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې به د دوهاړخیزو مسایلو په اړه خبرې وشي.
نوموړي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرواترو په تړاو نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې عراقچي به له طالبانو سره د دغه سفر پرمهال د «دواړو خواوو اندېښنو او د علاقې وړ مسایلو» په تړاو وغږېږي.
دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د سېدعباس عراقچي لومړنی سفر دی.
ایران او طالبان په افغانستان کې د مخکېني دولت له پرځېدو وروسته نږدې ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې ساتلي دي.




