۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر هواري او هېواد ته د وارداتي برېښنا پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل چهارشنبه د کب پر ۲۳مه په خپله ایکسپاڼه کې د امیرخان متقي او په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې دواړو لوریو د چابهار بندر په پراخېدو هم خبرې اترې کړې دي.
تکل د قمي په حواله لیکلي چې په دې کتنه کې نوموړي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات وړاندې کړې دي.
د یادونې ده چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته زرګونه پخواني پوځيان، خبریالان، مدني فعالان، سیاستوال او نور وګړي ایران ته تللي دي.
په ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو او محدودیتونو سره لاس ګریوان دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دغه بنسټ ۷۸۰ کډوال ثبت کړي او په دغه هېواد کې ۲.۶ میلیونه پرته له اسنادو او ۶۰۰ زره بیا د قانوني اسنادو په درلودو ژوند کوي.