نبیل: ملا هبت الله د شخصي لښکر جوړولو لپاره له مالیې وزارت څخه ۶۰ میلیارده افغانۍ ویستلي

۸صبح، کابل:د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، چې د طالبانو نا لیدل شوي ملا هبت الله اخندزاده تېر کال د مالیې وزارت له عوایدو شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ، چې د طالبانو د رژیم د ګمرکي عوایدو نیږدې نیمایي برخه کیږي، په بېلابېلو نومونو ویستلي دي.

د هغه په وینا، دا کار د ملا اخندزاده او د هغه د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري ترمنځ د اختلافاتو او له دندې د بدري د استعفا سبب شوې ده.

نبیل زیاتوي، چې ملا بدري له مالیې وزارت څخه د پیسو ویستلو د رسمي کیدو لپاره د بانک له لارې د پیسو پر ویستو ټینګار کړی، خو د هبت الله او نیږدې کسانو له لوري یې پر نقدي ورکړې ټینګار له دندې د بدري د استعفا لامل شوی دی.

د ملي امنیت پخوانی رئیس د طالبانو د مستعفي شوي مالیې وزیر د نیږدې کسانو له قوله وایي، چې ملاهبت الله او نیږدې کسانو یې له مالیې وزارت څخه په ویستلو پیسو د هیبت الله لپاره د ځينو قومي مشرانو د ملاتړ پېرلو او د هغه په ننګه د ۴۰ زره کسیز شخصي او قومي لښکر د جوړولو او تمویل لپاره ګټه اخیستل شوې ده.

۸ صبح ورځپاڼې، تېره اونۍ خبر ورکړی و، چې د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپل ناراضه مالیې وزیر په غیاب کې د ګمرکونو لپاره خپل واکمنان بللي او د عوایدو په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

رحمت الله نبیل دغه خبر ته په اشارې ویلي، چې په دې غونډه کې ملا هبت الله د ګمرکونو لپاره خپل قومیان او وفادرانه کسان واکمنان کړي او ورته یې ویلي، چې نور د کندهار لګښتونه نېغ په نېغه د ده دفتر ته واستوي.

طالبانو د خپل مالیې وزیر د استعفا او پر عوایدو د زیاتو شویو ناندریو په اړه څه نه دي ویلي.

Back to top button