د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۵ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ۱۳۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونو توکي نيول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي ۸ صبح ته وویل: «د دغه ولایت اچين ولسوالۍ مومنددرې او د خوږياڼو ولسوالۍ قيلغو سيمه کې تېره شپه د افغان امنيتي ځواکونو د ځوابيه بريدونو کې ۱۰ طالب وسله وال وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره دغه راز ملي امنیت ځواکونو د کوز کونړ ولسوالۍ «شګې» سيمه کې په هينو ډوله موټر کې ۲۶ بوجۍ چاودېدونکي توکي چې ۱۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري نیولي، خو په تړاو یې د چا د نیولو په اړه څه ونه ویل.
خوږیاڼی زیاتوي چې اوسمهال افغان ځواکونه د ننګرهار په اچین، سره رود او پچیر اګام ولسوالیو کې د طالبانو پر خلاف پوځي عملیات دوام لري څو یادې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې کړي.