یووال نوح هراري لیکلي دي چې د زرګونه کلونو لپاره، له لویو جګړو او لښکر کشیو وروسته، بشر د څو شیانو، قحطۍ، وبا، او طبیعي غمیزو لکه زلزلې، سیلابونه او توفان په اړه اندېښمن پاتې شوی، ځکه چې د دغو پېښو په پایله کې څو ځله ښارونه وران شوي، په لکونو خلک بې کوره شوي او ميليونونه خلک له منځه تللي دي. نن د پخوا په پرتله په دې اړه اندېښنې کمې شوې او د مرګ ژوبلې په شمېر کې د تېر په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی. سره له دې هم، یادې پیښې لاهم د اندیښنې وړ دي او د ټولیزو زیانونو یو لوی لامل دی. هغه څه چې په دې ورځو کې په ترکیې او سوریې کې شوي، احتمال لري بله ورځ په افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان، روسیې او یا بل هرځای کې وشي. په واقیعیت کې، د زلزلې، سونامي، توفان او داسې نورو پېښو کابو کول د انسان له وسه بهر دي، مګر دا چې په لېرې راتلونکې کې ټیکنالوژي او بشري تمدن دومره پرمختګ وکړي چې د دغو ټولو پېښو د مدیریت توان ولري، خو دا هغه څه دي چې تر اوسه پورې علمي – تخیلي بحث ګڼل کیږي.
كه يادې شوې پېښې کابو او کنټرول کیدای نه شي، خو د خلكو په ژوند كې يې زیانونه او پايلې تر ډېره بریده محدودېدلای شي او د دغو پېښو له امله رامنځته كېدونكى زيانونه كمېدلای شي؛ دا کار په دوو لارو ممکن دی: یو په زده کړو او بل په قانون. د زده کړو له لارې د هر طبیعي ناورین په اړه د خلکو د پوهاوی د کچې په لوړولو سره هغوی ته دا بیانېدای شي چې بې احتیاطي او ناغیړي د دې لامل کیږي چې د دغو ناورینونو زیانونه څو برابره شي او په کومو تدبیرونو او چمتووالي سره دا زیانونه تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدای شي. د بېلګې په توګه، د سېلابونو د کابو کولو لپاره، انسانانو له لرغونو زمانو راهيسې د بندونو جوړولو او د سيندونو کاږلو ته مخه کړې ده او په دې توګه يې د اوبو د تنظيم او کنټرول چارې پر غاړه اخيستې دي. تاریخ پوهان وايي چې په نړۍ کې یو له تر ټولو پخوانیو سیندونو چې د انسانونو په لاس جوړ شوی او په دې کار کې د بدلون پړاو بلل کیږي، د چین ژیړ سیند دی. د اوبو په کابو کولو او مهارولو سره، د ګواښ دا سرچینه د کرنې او نورو اړتیاوو لپاره د انرژۍ او اوبو رسولو سرچینه ګرځي. زلزله هم همداسې درواخلئ، په هغو هیوادونو کې چې ډېرې زلزلې کېدلې، په علمي ډول د ودانیو جوړولو ته تدابیر نیول شوي او نن ورځ ډیری زلزلې له کوم زیان پرته تېرېږي.
په دې لړ کې، د قانون رول خورا مهم دی. ځکه چې د انسان ټولنیز ژوند به له سمو قوانینو پرته د لویې ګډوډۍ لامل شي. قانون د ټولنيزو چارو د تنظيم اصلي عامل او د ګډوډۍ او ناورین د مخنيوي مهمه لار ده. نه یوازې باید په ټولنه کې د قانون او د هغه د اهمیت په تړاو په دوامداره توګه عامه پوهاوی ورکړل شي، بلکې د قوانینو د جوړولو لپاره باید له بیلابیلو علمونو کار واخیستل شي، څو د هرې ټولنې له شرایطو سره سم غوره قوانین جوړشي. په لرغونې نړۍ کې د قانون، دود، مذهب او ټولنیزو عادتونو حدود روښانه نه وو، خو په اوسني پېر کې د قانون اهمیت او حیثیت ښه معلوم دی او د نړۍ په هر ګوټ کې له شاته پاتو او جاهلو هېوادونو پرته په هیڅ ځای کې ورته په کمه سترګه نه کتل کیږي. د ودانیو د جوړولو لپاره باید سخت قوانین وضع او پلي شي.
په افغانستان کې تر اوسه عامه ذهنیت د قانون اهمیت نه دی درک کړی او پر ځای یې دودونو، ټولنیزو عادتونو او کله ناکله دیني سپارښتنو ته مخه کړې ده. ستونزه دا ده چې ټولنیز دودونه او دیني سپارښتنې اجرایوي ضمانت نه لري. دا یوازې قانون دی چې اجراییوي بنسټ لرلای او په ځواک سره پلي کیدای شي.