په افغانستان کې د کرونا له امله نېږدې اته زره کسان مړه شوي دي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ
دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ويلي دي، چې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له پیلېدو راهیسې اووه زره او ۸۸۶ کسان مړه شوي دي.
د اوچا په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه خپور شو، د روان کال د فبرورۍ مياشتې تر ۲۸مې په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ښیي.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د کرونا وبا له پیلېدو بيا د فبرورۍ مياشتې تر پایه پورې په دغه هېواد کې له ۲۰۹ زرو ډېر کسان پر کووېډ-۱۹ اخته شوي دي.
خپاره شوي معلومات ښیي، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ۹۱.۳ سلنه روغ شوي او ۳.۸ سلنه مړه شوي دي.
حاد تنفسي عفونت او شدید اسهال په ټول افغانستان کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو اصلي نښې بلل شوې دي.
دا راپور په ډاګه کوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د کرونا له خپرېدو راهیسې په افغانستان کې ۲۸۷ زره کسانو ته د ګرځنده ټیمونو له لارې د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي دي.
اوچا ټینګار کړی، چې د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا ۱۵۵ روغتیايي بستې په زیانمنونکو سیمو کې ویشل شوي چې تمه ده، په راتلونکو درېیو میاشتو کې اته پنځوس زره او ۸۵۰ کسان ترې ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته رسېدنه بنده شوې او یوازې د کووېډ-۱۹ واکسین څانګه په دغه هېواد کې خدمات وړاندې کوي.