د هرات پر ښځو نوي محدودیتونه؛ طالبانو ایران ته د ۲ ښځو د سفر مخنیوی وکړ

۸صبح، هرات: هرات کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو ایران ته د دوو ښځو د سفر مخه نیولې ده.
سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر نهمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو په هرات کې ایران ته د دوو نجونو د سفر مخنیوی کړی دی.
طالبانو د دې پېښې په تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې دا نجونې یې له کور څخه د تېښتې په تور نیولې دي.
طالبانو همداراز له دغو نجونو سره د همکارۍ په تور د یوې ښځې د نیولو خبر ورکړی دی.
له دې مخکې هم طالبانو له هېواده بهر ته د یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د سفر مخه نیولې ده.
یوه اعتراضکوونکې ښځه زرمینه پریاني ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، موده مخکې کله یې چې غوښتل له افغانستانه بل هېواد ته سفر وکړي طالبانو د کابل په هوایي ډګر کې د هغې د سفر مخه ونیوه او هغه یې د دویم ځل لپاره لس ورځې زنداني کړه.
الهې دلاورزۍ هغه نجلۍ، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکینی ویاند سعید خوستی یې پر جنسي تیري تورن کړی و هم موده مخکې ادعا وکړه، چې د تېښتې لپاره د هڅو په لړ کې یو ځل په تورخم پوله کې د طالبانو له خوا وپېژندل او کابل ته ولېږل شوه.