د پاکستان په کوېټه کې ځانمرګی برید؛ درې تنه ووژل شول

د پاکستان په کوېټه کې د پولیسو پر یوې ګزمې ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې د یوه پولیس چارواکي په ګډون درې تنه ووژل شول.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه چاودنه چهارشنبه د نومبر پر دېرشمه نېټه د کوېټې په بللي سیمه کې شوې ده.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي ویلي: «هغه چاودنه چې د پولیسو ګزمه یې په نښه کړه، د ۱۵ پولیسو په ګډون تر ۳۰ زیات یې ټپیان کړل. یو پولیس، یوه ښځه او یو ماشوم هم وژل شوي دي.»

د دغه پاکستاني پولیس چارواکي په وینا چاودنه، ماشومانو لپاره د ګوزڼ واکسین د تطبیق پر مهال شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی دی. هغه ویلي چې «دښمنان» به تل د ماشومان د ګوزڼ واکسین کمپاین د درولو لپاره په خپلو پلانونو کې ماته وخوري.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د یوې اعلامیې په خپرولو د دغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دا برید د دغې ډلې د یوه مشر عمر خالد خراساني د وژل کېدو په غچ کې شوی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې له پاکستان دولت سره ټینګ شوی اوربند لغو او خپلو پوځیانو ته یې امر کړی دی، چې په دغه هېواد کې خپل پراخ بریدونه پیل کړي.

ورته لیکنې

Back to top button