نوی میلادي کال او وېرې او هيلې

د طالبانو په واکمنېدو او د هغوی د واکمنۍ په سراسري کېدو سره، د افغانستان لپاره تر دې بله کومه لویه وېره نه ده پاتې چې ترې په لړزه شي او په واقیعت کې تر ټولو وېروونکی خوب ريښتیا شوی دی. غمېزه پېښه شوې ده او سل زره کسانو دایمي کډوالۍ ته مخه کړې ده، دغه رازسلګونه زره نور خلک د دې لپاره د کډوالۍ موزې په پښو کوي، چې خپل ماشومان د طالبانو له لوري له کېندل شوې کندې وباسي او خپلې لوڼې له ژوندۍ خښېدو او مرګه وژغوري. له دې سره سره بیا هم، یوه لویه وېره شته او هغه د میلیونونو انسانانو په ربړولو او ځپلو او له تر ټولو لږوبشري حقونو نه په برخمنېدو سره د اوسني وضعیت دوام او د اوسنۍ واکمنۍ د بنسټونو ټينګېدل دي.
ایا دا ویره په هیلې بدليدلای شي؟ په هیلې د وېرې بدليدل یعني د طالبانو د مخالفو ځواکونو د پاشلو فعالیتونو راټول، پرهغې وېرې او ترهې لاس بري کېدل چې دغې واکمنۍ په ټول هېواد کې خوره کړې ده، په کور دننه او بهر د همغږۍ رامنځته کېدل، د هغو جاسوسانو د ناکامولو لپاره د فعاليتونو تنظيمول چې په بهر کې د طالبانو د ګټو لپاره لابي کوي او د ترهګرۍ او افراطیت پرماتې د یوه راټول روایت رامنځته کېدل چې د هېواد د ټولو ازادي غوښتونکو د اجماع لپاره محور او د دې ډلې د تللو لپاره د شېبو شمارل وي.
د طالبانو تلل حتمي دي. ځکه هغه کسان چې په لومړي سرکې د دې ډلې د طراحۍ مسؤل وو، د جګړې او کړکېچ لپاره یې طرحه کړې وه، نه هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی له هوساینې سره د مرستې پر بنسټ د حکومتولۍ لپاره. دا دستګاه په داسې ډول جوړه شوې چې که یوه ورځ له خپلې اصلي دندې لاس واخلي او ملیشه توب، تاوتریخوالی او وژنې پرېږدي له منځه ځي. د ترور او ترهګرۍ پر بنسټ د حکومتولۍ دستګاه په وینې او تاوتریخوالي سره ساه اخلي او کله چې په مدني او انساني بڼو حکومتولۍ ته مخه کړي، مري. همدا لامل دی، چې د وخت په تېرېدو سره پر هېوادوالو د دغې ډلې فشارونه ډېرېږي او د مدنیت ضد څېره یې نوره هم بربنډېږي.له یو څو مافیایي عناصرو، پر ړندو قومي تعصبونو اخته ناروغانو، سخت دریځو مذهبي عناصرو او یو شمیر بې اصولو فرصت غوښتونکو پرته، دا ډول حکومت د دې خاورې ان یوه عادي وګړي ته هم د منلو وړ نه دی. هغه نظامونه چې د خلکو له خوا نه وي منل شوي، د پایښت تر ټولو مهم عامل نه لري او د رانسکورېدو لپاره نورو عیبونو ته اړتیا نه لري.
خو د طالبانو وتل په دې مانا نه دي چې ټولې وېرې ختمې شوې دي. موږ لاهم په پیل کې یو. لومړۍ وېره دا ده چې دغه ډله به د وتلو تر وخته پورې ډېر څه له ځانه سره یوسي، د یوه نسل له سواده نیولې تر کاواکې ملي اډانې، په تېرو شلو کلونو کې تر جوړو شويو بنسټونو، تر تعلیمي او تحصیلي نظام، تر قضايي سیسټم او نورو جوړښتونو پورې چې د عصري حکومتولۍ لپاره د ډیرو نیمګړتیاوو له لرلو سره سره، په خورا زیارسره رامینځته شوي وو. وېره دا ده چې طالبان په تللو سره داسې یوه کنډواله پرېږدي چې له مادي او معنوي پلوه به وحشتناکه وي او هېواد به په داسې ډول بشپړ وران شوی وي، لکه په هرې پراخې کورنۍ جګړه کې چې ورانېږي.
موږ دا وېره له منځه وړلای شو او نهیلي پرهيلې بدلولای شو، که د بیلابیلو قوتونو د همغږۍ لپاره لاره پیدا کړو، که موږ د کرکې ادبیات یوې خواته پرېږدو، که د بې وسۍ او ذلت منلو کلتور په کلکه نقد کړو، که موږ د خپل راتلونکي په تړاو په عقلانیت سره خبرې وکړو او که نړۍ ته وښیو چې موږ بلوغ ته رسېدلي یو او د خپلو خلکو د برخلیک په هکله اجماع ته د رسېدو وړتیا لرو. تاریخ د انسانانو یعنې په سختو شرایطو کې ستاسو او زما د سم انتخاب په کولو سره جوړیږي. له همدا اوس نه له طالب نه د وروسته سبا په تړاو باید فکر وکړو.