۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند کابل ښار کې د ځانمرګی برید تایید کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه چاودنه یکشنبه سهار د مرغومي پر یوولسمه نېټه د کابل د پوځي هوایي ډګر په دروازه کې شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا په دې پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي. ټکور د دې پېښې د قربانیانو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم طالبانو د کابل د پوځي هوایي ډګر په دروازه کې د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو شاهدان وایي چې په دې پېښه کې طالب جنګیالیو ته هم تلفات اوښتي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
د ویلو ده، چې دا د نوي زېږدیز کال پر لومړۍ ورځ د طالبانو پر یوه پوځي برخه لومړی ځانمرګی برید دی.