د امریکا ولسمشرۍ ته نوماندې (نیکي هیلي) پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د لسګونوترهګرو ډلو کور دی!
مېرمن هیلي، دا خبره د چهارشنبې پر شپه (مارچ لومړۍ) په یوه ټویټ کې کړې ده.
د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند دغې نوماندې، د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوملیکنې وروسته، پاکستان لسګونه ترهګرو ډلو ته په ځای ورکولو تورن کړی دی!
په وروستیو ورځو کې، ۵۱ کلنې نیکي هیلي تر ډيره پر دې غږېدلې چې که سپینې ماڼۍ ته لاره پیدا کړي، نو کوم پلانونه به ولري.
هغې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ، فاکس نیوز ته وویل، چې که ټاکنې وګټي، د چین او پاکستان په ګډون به، پر ټولو هغو هېوادونو مرستې بندې کړې چې له امریکا کرکه لري!
مېرمن هیلي ټینګار کړی، چې د چین او روسیې، دوست هېوادونه هم باید د امریکا مرستې ترلاسه نهکړي.
د امريکا د ولسمشرۍ دغې نوماندې، په داسې حال کې پاکستان د لسګونو ترهګرو ډلو کور بللی دی، چې پخوا هم دغه هېواد په ځلونو ترهګرو شبکو او سازمانونو ته د پناه په ورکولو تورن شوی دی.