د رپوټونو له مخې، شمالي کوریا د جاپان د سمندرګي پر لور یو ناپېژانده بالسټیک توغندی توغولی دی.
د سویلي کوریا یونهاپ خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ «د نوامبر۳مه» خبر ورکړی چې شمالي کوریا احتمالاً لېرې یا منځنی واټن ويشتونکی توغندی توغولی دی.
د جاپان د سمندري امنیت سرویس اعلان کړی چې ښايي پیونګ یانګ یو بالسټيک توغندی توغولی وي.
جاپان له خپلو سمندري ځواکونو غوښتي چې ورکړل شوي اطلاعات په پام کې ولري او د غورځېدلو شیانو د لیدو په صورت کې ورنږدې نه شي او د دغې موضوع راپور ساحلي ګارد ته ورکړي.
شمالي کوریا پرون هم د سویلي کوریا پر لور تر دیارلسو د زیاتو توغندیو او سلګونه توپونو ډزې وکړې.