د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

۸صبح، کابل: د هواپېژندنې اداره وايي، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو ورېدو احتمال شته.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن پنجشنبه د لړم پر ۱۲ وویل، چې سبا په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشیر، پروان، بامیان، وردګ او دایکندي ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان شته.

په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت اندازه د لس تر څلوېښت ملي مترو پورې او د واورې اندازه له ۵ تر ۱۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

په همدې حال کې د ژمي له رارسېدو سره خلک د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

ورته لیکنې

Back to top button