• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کانبرا کې د افغانستان په سفارت کې کې د نوروز د جشن او د کوچني اختر د نمانځلو مراسم ترسره شول

۸صبح ۸صبح
۴ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶ [t_time:1774339386]
Exclusive

Exclusive

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پرون یې د افغانستان د سولې بنسټ او یو شمېر نورو بنسټونو په همکارۍ د نوروز جشن او د کوچني اختر د نمانځنې په مناسبت په کانبرا ښار کې د اسټرالیایي چارواکو، ډیپلوماتانو، فرهنګپالو او په اسټرالیا کې د یو شمېر مېشتو افغانانو په حضور سره مراسم ترسره کړې دي. دغه سفارت ویلي چې مراسمو د بېلابېلو کلتوري پروګرامونو، تفریحي فعالیتونو، د «زرګونه لمرونه» تر سرلیک لاندې د افغانستان د ښځو د ملاتړ د کمپاین او د سمنک پخولو د دود پر ځای کولو سره داسې فضا رامنځته کړه چې د خوښۍ، یووالی او د افغانستان د کلتور او هویت ښکلی انځور یې نندارې ته وړاندې کړ.

د دې غونډې تنظیموونکو ویلي چې دا پروګرام د اسټرالیایي چارواکو، د ډیپلوماتیکو پلاوو د غړو، د مدني بنسټونو د استازو، د فرهنګپالو او په اسټرالیا کې د مېشتو ګڼو افغانانو په حضور کې ترسره شوی دی. د هغوی په وینا، د مراسمو فضا په ښه ډول د کډوالۍ په شرایطو کې د افغانانو یووالی، ګډ هویت او کلتوري اړیکې منعکسې کړې دي.

په استټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي او د افغانستان د سولې بنسټ سیمه‌ییز مسوول نادر صیقل دغه مراسم په خپلو ویناوو سره پرانېستل. دغه راز، د اسټرالیا د فدرالي پارلمان غړی جولیان هیل د تابعیت وزیر او د افغانستان او اسټرالیا د خلکو د دوستۍ ډلې مشر پیټر کین، د کانبرا د شورا رئیس او د کانبرا د حکومت استازی برنډن نېلسن او د ایالتي نړیوالو اړیکو رئیس هم په دغو مراسمو کې ویناوې وکړې.

ویناوالو د څو زره کلن میراث په توګه د نوروز پر ارزښت ټینګار وکړ او هغه یې د کلتورونو ترمنځ د اړیکو نښه او د افغانستان د خلکو د هویت له مهمو عناصرو وباله. هغوی دغه راز د افغانستان روان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر محدودیتونو خبرې وکړې او د نړیوالې ټولنې له لوري یې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، د اساسي حقونو د ملاتړ پر اړتیا  ټینګار وکړ. پردې سربېره، د سیمې د وضعیت او په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو اندېښنې هم مطرح شوې او د سولې، زغم او د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې پر اهمیت ټینګار وشو.

د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د پاکستان له لوري په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز هوايي بریدونو ته چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، اشاره وکړه او هغه یې وغندل.

«زرګونه لمرونه»؛ له افغان ښځو سره پیوستون

دغه راز، په دغه پروګرام کې د «زرګونه لمرونه» کمپاین ګډونوالو ته ور وپېژندل شو او اعلان وشو چې دا سمبولیک نوښت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره پیل شوی دی. پر دې سربېره ، د اسټرالیا له بېلابېلو سیمو د دغه کمپاین په د یووالي سلګونه پیغامونه نندارې ته وړاندې شوي او له ګډونوالو غوښتنه شوې چې د خپلو پیغامونو په لیکلو سره په دې ګډ حرکت کې برخه واخلي.

په کانبرا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د دغو مراسمو کلتوري برخه د بېلابېلو او زړه‌راښکونکو پروګرامونو په ترسره کېدو سره تنظیم شوې وه. د دغو مراسمو له مهمو برخو د پنځو هنرمندانو له لوري د ژوندۍ موسیقۍ اجرا، اتڼ او د پېژندل شوي هنرمند شریف ساحل له لوري د سمنک ځانګړې سندرې ته اشاره کېدای شي. د دغه سفارت په وینا، تفریحي فعالیتونو لکه د رسۍ کشولو سیالي په درېیو برخو (ماشومانو، ښځو او نارینه وو) او د ماشومانو لپاره ځانګړو پروګرامونو هغوی ته خوښ او صمیمي چاپېریال برابر کړی و. دغه راز د سفارت انګړ د هفت‌سین او هفت‌میوې په جوړولو، د نوروزي خوړو په وړاندې کولو، د لاسي صنایعو او افغاني غالیو په نندارې او د نوروزي بازارګوټي په جوړېدو سره د افغانستان د کلتور او اصالت ښکلی انځور وړاندې کړ.

د افغانستان سفارت اعلان کړی چې ګډونوالو د سمنک پخولو په دودیزو مراسمو کې هم برخه واخیسته او د دې لرغوني رسم په ترسره کولو سره یې د یووالي او هیله‌مندۍ فضا نندارې ته وړاندې کړه. د دغو مراسمو په پای کې د پچې اچونې   پروګرام ترسره شو چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو. دغه سفارت دغه راز د ساوا، آرسي‌اېس او نورو بنسټونو او د پروګرام له تنظیموونکو مننه کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په افغانستان کې د نوروز جشن د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې پيکه شوی
خبرونه

په افغانستان کې د نوروز جشن د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې پيکه شوی

۲ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶ [t_time:1774160555]
د پیوستون تمرین، د نوروز د نمانځلو اړتیا
شننه

د پیوستون تمرین، د نوروز د نمانځلو اړتیا

۲ وری/حمل ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1711042757]
د کابل په کارته سخي کې د «جنډې پورته کېدو» مراسم او په تخار او غزني کې د نوي کال له لمانځلو د خلکو منع کول
خبرونه

د کابل په کارته سخي کې د «جنډې پورته کېدو» مراسم او په تخار او غزني کې د نوي کال له لمانځلو د خلکو منع کول

۱ وری/حمل ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1710931341]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.